متحده قومونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په "سخت ترینو ټکو " کې د افغانستان د واکمنو طالبانو د هغه پابندۍ غندنه کوي چې د ادارې دپاره په ښځینه کارکونکو يې لګولی دی.
په کابل کې د متحده قومونو دفتر په یو بیان کې وویل په ښځینه کارکونکو د طالبانو بندیز د ښځو د بنیادي حقونو بې مثاله خلاف ورزي، د انساني اصولو سرغړونه او د متحده قومونو د اصولو خلاف ورزي ده.
د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس هم د طالبانو د اقدام غندنه وکړه او په یو بیان کې یې دا د ښځو د بنیاد حقونو خلاف ورزي وبلله.
رويټرز خبري اداره وايي طالبانو په دي اړه پوښتنو ته جواب نه دی ویلی خو طالبان وايي د اسلامي تعلیماتو سره سم ښځو د حقونو احترام کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د نهې- سه شنې په ورځ په ټویټر او فېسبوک وویل په ننګرهار ولایت کې يې ښځینه کارکونکي د کار نه منع کړی شوي دي
"موږ واکمنو چارواکو ته ور یادوو چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکونکو پرته فعاليت او د ژوند ژغورنې مرستې نه شي ترسره کولی".
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن دوجاریک وایي په افغانستان کې د یوناما کارکوونکو د طالبانو امر تر لاسه کړی چې په کې ښځینه کارکوونکي له کاره منع کړی شوي دي او خبرداری یې ورکړ چې دا امر به په ټول هېواد کې عملي شي.
ښاغلي دوجاریک د نهې، سه شنبې، په ورځ څلورمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبري غونډې ته وویل د طالبانو له چارواکو سره نورې خبرې کوي چې هغوی ورته سپیناوی وکړي او ګوري به چې دا تازه بندیز د دوی پر کار څومره اغېز کوي:
د تېر کال په دسمبر کې چې طالبانو په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو په ګډون محدود شمېر بهرنۍ مرسته کوونکې ادارې وې چې د تعلیم او روغتیا په برخه کې ښځو ته پکې د کار اجازه ورکړل شوې وه.
د افغانستان د پارلمان مخکینۍ مرستیاله مشره فوزیه کوفي وایي، طالبانو چې اوس د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو هم بندیز ولګاوه، یواځینۍ لار دا ده چې پر طالبانو فشار واچول شي. مېرمن کوفي پر ټویټر لیکلي: "په میلینونو ښځې چې له کار او تعلیمه منع کړل شوې دي نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو متحد دریځ ولري، د نړیوالې ټولنې نرمۍ طالبان نور هم پیاوړي کړل".
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وویل یوناما او د دوی نورې مرسته کوونکې ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو په ملتیا په افغانستان کې له 40 میلینه ابادۍ څخه 23 میلینه نارینه، ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې رسوي:"دا خبره صفا ده چې موږ له ښځو پرته دا کارونه نه شو کولی، ښځې هلته [په افغانستان کې] زموږ د بشردوستانه عملیاتو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري".
ملګري ملتونه وایي دوی دا مهال په افغانستان کې تقریباً 4000 کارکوونکي لري چې وایي په دوی کې شاوخوا 3300 یې افغانان دي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همږغۍ د ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې سږ کال چې یې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د کومو 4.4 اربه ډالرو غوښتنه کړې وه تر اوسه یې یواځې تر پینځه فیصده کمه برخه تر لاسه کړې دهږ
یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي