لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگرو ملتونو د مصر پخواني صدر محمد مرسي د مرگ د پلټنو غوښتنه کړې


د ترکي صدر رجپ طیب اردوان د مرسي په غایبنانه جنازه کې برخه واخیسته

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو څانگې غوښتنه کړې ده چې د مصر پخواني صدر محمد مرسي د مرگ تحقیقات دې وشي.

د یو این هايي کمشنر فار هیومن رایټس یا د انساني حقونو دپاره د ملگرو ملتونو کمشنر روپرټ کولوېل وویل چې د مرسي د مرگ اسباب واضحه نه دي. مرسي د گل، دوشنبې، په ورځ د مصر په یو عدالت کې ساه ورکړه.

ښاغلي کولوېل وویل د نړیوال قانون دلاندې کله چې یو کس د ریاست په ولکه کې ناڅاپه مړ شي نو پکار ده چې د مرگ عوامل معلومولو دپاره یې کره تحقیقات وشي. کولوېل زیاته کړه د مرسي په معامله کې ځکه هم تحقیقات پکار دي چې په تیرو شپږو کلونو کې د هغه د قید په وخت ورته د مناست طبي درملنې اجارت نه و او نه هم ورسره د کورنۍ غړو او یا د دفاع وکیلانو ملاقات کولی شو.

د مصر د اخوان المسلمین گوند محمد مرسي په کال ٢٠١٢ کې د هېواد لومړی منتخب صدر و خو په کال ٢٠١٣ کې یې پوځ حکومت نسکور کړو او هغه یې په زاندان کې واچولو او د هغه په گوند پابندي ولگول شوه.

د گل، دوشنبې، په ورځ مرسي په هغه د جاسوسۍ په الزام جوړې مقدمه کې عدالت ته حاضر شوی و چې وغورځیدو او هسپتال ته د رسیدو وړاندې یې ساه ورکړه.
د مرسي یو وکیل عبدالمنعم رویټرز خبري ادارې ته وویل د پخواني صدر جسد د نهې، سه شنبې، په ورځ د مصر سرښار قاھرې په غربي برخه کې خاورو ته وسپارل شو.

د مرسي زوي احمد مرسي په فیس بک لیکلي د پلار د جسد خپلې سیمې ته د وړلو اجازت نه و وکړی شوی او خلک یې د پلار په جنازه کې د شرکت نه منع کړی شوي وو.

د مرسي کورنۍ د پخواني صدر مرگ وژنه بولې ده.

اخوان المسلمین په پلویانو غړ کړی چې د ٦٧ کلن مرسي په مرگ دې د مصر سفارتخانو مخې ته احتجاجونه وکړي.

XS
SM
MD
LG