لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه : د بلوچستان 166,000 سيلاب ځپلي اوس هم بې کوره دي


ملگري ملتونه : د بلوچستان 166,000 سيلاب ځپلي اوس هم بې کوره دي
ملگري ملتونه : د بلوچستان 166,000 سيلاب ځپلي اوس هم بې کوره دي

ملگري ملتونه وائي په پاکستان کې دراغلي خونړي سيلاب دشپږو مياشتو دتيريدو باوجود اوس هم خواؤشا 166,000 سيلاب ځپلي په بلوچستان کې بې کوره دي او هغوي په 240 کيمپونو کې په داسې حال کې ژوند تيروي چې سختو مرستو ته اړتيا لري.
دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې ديو اين ايچ سي ار لخوا جاري شوي يو بيان له مخې گڼ شمير بې کوره شوي کسان اوس هم بې کوره دي او دنااميدۍ په حالت کې مرستو ته اړتيا لري.
يو اين ايچ سي ار ددغو سيلاب ځپلو څخه گڼو ته مرستې ورکوي او ددې ترڅنگ اداره هاغو کسانو سره هم مدد کوي خپلو کليو ته بيرته ستانۀ شوي او دخپلو تباه شوؤ کورونو دجوړولو عمل يې پيل کړى دى.
ايجنسۍ ژمنه کړې ده چې دمقامي امدادي شراکت دارانو په مرسته د16,000ؤ کسانو لپاره دعارضي کورونه جوړوي چې ددې څخه 75 فيصده کار يا خو مکمل شوى او يا پرې کار شروع شوى دى.
تر ټولو زياتې ځپلې شوې ضلعې جعفراباد او نصيراباد دي چې دغلته اوس دوکانونه او مارکيټونه بيا پرانستل شوي او په سلگونو نورو کليو کې هم خلکو دخپلو کورونو جوړولو عمل پيل کړى دى.
په دغو کليو کې کتبرمحله تر ټولو زيات ځپل شوى ؤ، کله چې په دکال 2010م داگست په مياشت کې په دغه کلي دسيلاب اوبۀ ورغلې وې نو دڅلورو سوؤ کورنيو ددغه کلي څخه ټول خلک تښتيدلي وؤ خو اوس تقريباً نوي فيصده خلک بيرته خپلې سيمې ته راستانۀ شوي او دبيارغونې کار يې پيل کړى دى.
دسرچينو له مخې دسيلاب ځپلو څخه ډير کم داسې کسان وؤ چې دهغوي کورونه نۀ وؤ تباه شوي.
دسندهـ په بيلا بيلو سيمو کې 1,2800 بې کوره شوي کسان ژوند کوي او دخيبرپښتونخوا په 16ؤ کيمپونو کې هم د13,000 زيات کسان ميشته دي.
ددغو کسانو څخه زياتره دخپلو کورونو جوړولو لپاره په لاس کې وسيلې نۀ لري.
دملگرو ملتونو دکډوالو اداره په ټول پاکستان کې خواؤشا 6,65,000 بې کوره شوؤ خلکو ته دسرپناه اسانۍ ورکوي.
يو اين ايچ سي ار ديخنۍ په موسم کې په کيمپونو او دکيمپونو څخه بهر ميشتو سيلاب ځپلو ته گرمې کپړې، کمبلې، دپلاسټک گوتۍ او نور ضروري سامان ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG