لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونو په شام کې د بې درکه کسانو د معلومولو دپاره د تحقیقاتي ډلې د جوړېدو قرارداد منظور کړی


اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي چې په شام کې د حکومت خلاف پاسون چې اوس په خانه جنګۍ کې بدل شوی په ۱۳ کال هم دوام لري چې په کې قریباً نیم مېلین کسان وژل شوي‌ دي او د جنګ نه مخکې د شام د ۲۳ مېلین ابادۍ نیمه برخه یې بې کوره کړې ده
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي چې په شام کې د حکومت خلاف پاسون چې اوس په خانه جنګۍ کې بدل شوی په ۱۳ کال هم دوام لري چې په کې قریباً نیم مېلین کسان وژل شوي‌ دي او د جنګ نه مخکې د شام د ۲۳ مېلین ابادۍ نیمه برخه یې بې کوره کړې ده

متحده قومونو یو قرارداد منظور کړی چې ترمخه به یې په شام کې جنګ دلاسه بې درکه شويو د ۱۳۰۰۰۰ نه زیات کسانو د معلومولو دپاره به خودمختاره تحقیقاتي ډله جوړېږي.

په شام کې د بې درکه شویو کسانو د خپلوانو د غوښتنو په جواب کې قرارداد د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ۸۳ په مقابله کې په ۱۱ ووټونو منظور کړی شو. ۶۲ ملکونو په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه وکړه.

د اېسوسي اېټېډپرېس ترمخه، د قرارداد په مخالفینو کې شام هم شامل و او ویې وېل چې مجوزه تحقیقاتي ډلې سره به همکاري نه کوي.

روس، چین، شمالي کوریا، وېنزوېلا، کیوبا او ایران هم په شام کې د بې درکه کسانو په اړه د قرارداد مخالفت وکړو.

قرارداد لګسمبرګ وړاندې کړی و او په کې وېل شوي وو چې په شام کې ۱۲ کلونو د جنګ وروسته د بې درکه کسانو کورنیو مشکلات نه دي کم کړی شوي او د دې پوښتنو جوابونه نه دي ورکړی شوي چې خپلوان یې چېرته دي؟

د قرارداد ترمخه به په شام کې د متحده قومونو په سرپرسټۍ کې "اېنډيپېنډېنټ اېنسېټېټیوشن اف مېسنګ پرسنز" یا د بې درکه کسانو خودمختاره اداره جوړېږي چې د ټولو بې درکه کسانو سرنوېشت معلوم کړي، چې د بې درکۍ ښکار کسانو، د بې درکه کسانو کورنیو او د بې درکه کسانو مرسته وکړي.

د بې درکه کسانو خپلوان به هم په مجوزه اداره کې نمایندګي لري.

د قرارداد ترمخه د متحده قومونو مشر اېنټونیوګورټېرېس به اینده ۸۰ ورځو کې د مجوزه ډلې دپاره د کار قواعد او ضوابط وړاندې کوي او په چټکتیا د ادارې د فعاله کېدو دپاره به ګامونه پورته کوي. په قرارداد کې د ګوټېرېس نه غوښتنه شوې چې په اینده ۱۰۰ ورځو کې قرارداد د نافذ کولو دپاره دې ګامونه پورته کړي.

د لکسمبرګ سفیر اولېوېیر مېس د قرارداد وړاندې کولو په وخت جنرل اسمبلۍ ته وویل چې د بې درکه کسانو کورنۍ او په خصوصي توګه ښځې د مالي، انتظامي او قانونی مشکلاتو نه تېرېږي او د خپلوانو په لټون کې د درد او تکلیفونه ګالي.

د متحده قومونو دپاره د شام سفر بسام الصباغ د بې درکه کسانو په اړه قرارداد سیاسي و بللو او ویې وېل چې دا د شام به داخلی چارو کې د مداخلت عکاسي کوي او د شام په اړه د امریکې او د نورو مغربي ملکونو د دښمنۍ د دریځ ثبوت دی.

الصباغ وویل شام د بې درکه کسانو په معامله کار کړی دی، بې طرفه تحقیقات یې کړی دي او د بې درکه کسانو په اړه معلومات یې قانون نافذ کونکو ادارو ته سپارلي دي.

د امریکې نایب استازي جېفري ډي لارنېټس وویل ګڼ شمېر بې درکه کسان د شام په جنګ کې ښکېلو فریقېنو په غیر منصفانه توګه بندیوان کړي دي، چې په کې د داعش او نورو سخت دریځه ډلو دلاسه هم خلک بې درکه شوي دي. هغه زیاته کړه چې د شام قریباً هره کورنۍ د خلکو د بې درکه کېدو مسلې ځپلې ده.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي چې په شام کې د حکومت خلاف پاسون چې اوس په خانه جنګۍ کې بدل شوی په ۱۳ کال هم دوام لري چې په کې قریباً نیم مېلین کسان وژل شوي‌ دي او د جنګ نه مخکې د شام د ۲۳ مېلین ابادۍ نیمه برخه یې بې کوره کړې ده.

انټرنېشنل کمېشن ان مېسېنګ پرسنز د متحده قومونو د کال ۲۰۲۱ د اندازو په بنیاد وايي چې په شام کې د جنګ په نتیجه کې د ۱۳۰۰۰۰ نه زیات کسان بې درکه شوي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قرارداد د منظورېدو نه مخکې د شهري حقونو د ۱۰۰ نه زیاتو تنظیمونو او د متحده قومونو د انساني حقونو ۲۳ ماهرینو د جنرل اسمبلۍ نه غوښتنه کوله چې په شام کې د بې درکه کسانو په اړه دې کمېشن جوړ کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG