لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو د انساني حقونو څانګې غوښتلي په پاکستان کې په وروستیو احتجاجونو کې دې د تشدد تحقیقات وشي


عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه راوپارېدل چې په کې په پېښور کې د رېډیو پاکستان سټېشن ودانۍ او په لاهور کې د پوځ د مقامي کمانډر کور ته اورونه واچول شوو. په نورو ښارونو کې هم په پوځي او سرکاري اثاثو حملې وشوې او املاکو ته نقصان ورسول شو
عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه راوپارېدل چې په کې په پېښور کې د رېډیو پاکستان سټېشن ودانۍ او په لاهور کې د پوځ د مقامي کمانډر کور ته اورونه واچول شوو. په نورو ښارونو کې هم په پوځي او سرکاري اثاثو حملې وشوې او املاکو ته نقصان ورسول شو

د متحده قومونو د انساني حقونو د دفتر یو اېن هیومن رایټس افس مشر وولکر ټرک د پاکستان په دې اراده تشویش څرګند کړی چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف احتجاجونو کې په پوځي او حکومتي اثاثو حملو کې په ککړو کسانو به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي.

ټرک د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جینوا کې په یو اېن هیومن رایټس افس کې خبري غونډې د وېنا په مهال په پاکستان کې صورتحال د "ژور تشويش" وړ وبللو.

هغه وویل په پاکستان کې په وروستي تشدد، د لانجمنو قوانینو دلاندې د خلکو په اجتماعي ګرفتاریو او حراست تشویش لري.

ټرک زیاته کړه چې د خصوصي اندېښمنۍ وړ د پاکستان دا اراده ده چې په ملکی کسانو یا سوېلینز به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلوي. هغه زیاته کړه که چېرې پاکستان دغه اقدام عملي کوي نو دا به د انساني حقونو په اړه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي وي.

وولکر ټرک
وولکر ټرک

ټرک په پاکستاني چارواکو غږ وکړو چې د می د میاشت په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال د مرګ ژوبلې په اړه دې په چټکتیا، بې طرفه او شفاف تحقیقات وکړي.

د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه راوپارېدل چې په کې په پېښور کې د رېډیو پاکستان سټېشن ودانۍ او په لاهور کې د پوځ د مقامي کمانډر کور ته اورونه واچول شوو. په نورو ښارونو کې هم په پوځي او سرکاري اثاثو حملې وشوې او املاکو ته نقصان ورسول شو.

پوځ ویلي نهمه نېټه به د تورې ورځ په څېر یادوي او اعلان يې کړی چې په پوځي هدفونو حملو کې د ککړو کسانو مقدمې به په پوځي عدالتونو کې د جاسوسۍ د قانون دلاندې چلول کېږي.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف هم ویلي چې په تشدد کې ککړ کسان به د پوځي عدالتونو سره مخامخ کوي او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي حکومت د عمران خان په تحریک انصاف پارټۍ د پابندۍ په لګولو غور کوي.

پخواني وزیراعظم عمران خان په سرکاري املاکو د حملو غندنه کړې، دا خبره یې رد کړې چې د هغه د ګوند غړي په تشدد کې لاس لري. هغه دا هم ویلي چې د پي ټي ايي ګڼ شمېر فعالان مړه شوي او ګرفتار کړی شوي دي.

د متحده قومونو نه علاوه اېمېنسټي او ځینو نورو نړیوالو تنظيمونو هم پاکستان کې په صورتحال تشویش څرګند کړی او مجوزه پوځي عدالتونو مخالفت يې کړی دی.

اېمنېسټي انټرنېشنل، ايکوېډرم، سېوېکس او فورم اېشیا ټوډی په شریک بیان کې غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د حکومت د مخالفینو په ضد اقدامات، ګرفتارۍ، حراستونه او د ترهګرۍ ضد قوانینو استعمال دې ودرول شي.

څلورو واړو تنظيمونو د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې وویل د پاکستان حکومت دې هغه کسان ازاد کړي چې په پرامنه توګه د رایوځای کېدو حق يې استعمالولو.

د بیان ترمخه پاکستاني مطبوعاتو د پنجاب د اطلاعاتو وزیر عامر میر له قوله ویلي چې د سي سي ټي ټي وي، د وټس اېپ ګروپونو او د جیو فېنسنګ په زریعه د ۲۵۰۰۰ فهرست تیار کړی شوی دی.

د اطلاعاتو د وزیر د بیان ترمخه په دغو کسانو کې ۵۰۰۰ کسان به نېغه په نېغه په حکومتي او پوځي اثاثو د حملو په لړ کې نیول کېږي او په ۸۰۰ کسانو به په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ ضد قانون دلاندې مقدمې چلول کېږي.

د انساني حقونو تنظيمونو وویل په پاکستان د ورستیو احتجاجونو وروسته لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان ګرفتار کړی شوي دي او لاهور های کورټ د می په ۲۱ نېټه د پاکستان تحریک انصاف د ۱۲۳ فعالانو د ازادولو حکم وکړو.

اېمنېسټي انټرنېشنل، ايکوېډرم، سېوېکس او فورم اېشیا ټوډی په خپل مشترکه بیان کې وویل چې د ورستي احتجاجونو په لړ کې د ګرفتار شویو کسانو مقدمې دې نه په پوځي او نه د ترهګرۍ خلاف خصوصي عدالتونو کې وچلول شي.

دغو تنظیمونو وویل مقامي او نړیوال قانون هر نیول شوي تن ته دا حق ورکوي چې د هغه مقدمه دې په منصفانه طریقه واورېدل شي، چې هغه دې د الزاماتو نه خبر کړی شي او هغه سره دې د انسانیت او وقار سلوک وکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG