لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په کونسل کې په طاقتوره ملکونو باندې نیوکې


په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو هائی کمېشنره میشل بچلېت د ویدیوکنفرانس د لارې د بشري حقونو کونسل ته وینا کوي
په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو هائی کمېشنره میشل بچلېت د ویدیوکنفرانس د لارې د بشري حقونو کونسل ته وینا کوي

د نړۍ طاقتوره ملکونه تر اوسه د غټو بشري سرغړونو له امله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل تر کلکو ارزونو او پلټنو لاندې ندي راغلي، خو داسې ښکاري چې اوس د تنقید او کلکو ارزونو په وړاندې د دغو طاقتوره ملکونو محافظتي دېوال نور په نړېدو دی.

د هیومن رایټس واچ (د بشري حقونو د څار ډلې) مشر کېنېټ رات ویلي چې دې ملکونو داسې حیثیت ځان ته نیولی چې ګني څوک ورته څه نشي ویلی، او په دې معنا یې هغو ته د «انټېچېبلز» لفظ کارولی دی.

کېنېټ رات زیاته کړې: «زما مطلب هغه حکومتونه دي چې توانېدلي دي د [بشري حقونو] کونسل له اړخه د قراردادونو او حقیقي تنقیدي ارزونو نه ځانونه بچ وساتي. او تر ټولو لومړي انټېچېبلز چې زما ذهن ته راځي، هغه چین، سعودي عرب، مصر، او روس دي.»

هغه همدا ډول وویل چې دا حال نه یوازې د بشري حقونو کونسل ته یو لوی چلېنج دی، بلکې د دې کونسل اعتبار ته هم زیات ارزښت لري. د کېنېټ رات وینا ده چې هڅې کيږي د مصر او سعودي عرب پر خلاف د تنقیدي بیانونو مسودې جوړې شي، او په روس باندې هم د سیاسي مخالف الېکسي نوالني د مبینه مسموم کولو په خاطر، فشارونه په زیاتېدو دي.

د بشري حقونو د څار (هیومن رایټس واچ) مشر کېنېټ رات
د بشري حقونو د څار (هیومن رایټس واچ) مشر کېنېټ رات

د هیومن رایټس واچ مشر دا هم وویل، د دلچسپۍ خبره خو دا ده چې د نښو نښانو معلومیږي چې چین به نور د تنقید نه بچ پاته نشي. هغه زیاته کړه: «داسې ښکارېده چې په شینجیانګ کې د زیاتېدونکي زورزیاتي، په تبت کې د روان ظلم، او په هانګ کانګ کې د آزادیو د ټکولو په اړه خبرې کول د سیاسي ملحوظاتو له امله ناممکن و. داسې انګېرل کېدله چې د چین ستر ډېپلوماټیک او اقتصادي قوت نظرانداز کول غیرممکن و. خو اوس اوقات په بدلېدلو دي.»

تېره هفته د بشري حقونو د کونسل په بلندپایه غونډه کې په دې خبرې باندې چې ګني چين په مبینه ډول کم از کم یو میلین اویغور مسلمانان د تعلیمي مرکزونو په نوم کېمپونو کې قید کړي، په نړېواله کچه نیوکې وشوې.

د برطانیې خارجه وزیر ډامېنیک راب په سختو الفاظو یو بیان کې، په شېنجیانګ کې حالات ناوړه وبلل. هغه وویل: «رپوټ شوې بدسلوکۍ – چې په کې شکنجه، جبري کار کول، او په زوره د ښځو شنډول شامل دي – له حده وتلې او پراخ دي. دا بد سلوکۍ په صنعتي کچه ترسره کیږي. زمونږ ټولو دا فریضه ده چې یقیني کړو دا کارونه بې جوابه پاته نشي. د ملګرو ملتونو میکانیزم باید غبرگون څرګند کړي.»

د برطانیې خارجه وزیر ډامېنیک راب
د برطانیې خارجه وزیر ډامېنیک راب

د برطانیې خارجه وزیر ډامېنیک راب د بشري حقونو له کونسل نه وغوښتل داسې یو قرارداد دې پاس کړي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائی کمېشنره یا بل مستقل حقیقت پلټونکي ماهر دپاره شینجیانګ ته د فوري او بې محل اجازت ورکولو غوښتنه وکړي.

مګر د چین خارجه وزیر وانګ یي د دې تنقیدونو خلاف کلک غبرګون وښود. هغه منتقدینو ته وویل چې د چین په داخلي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي، او د نورو ملکونو په چارو کې د مداخلت دپاره دې د بشري حقونو بهانې نه جوړوي.

هغه په شینجیانګ کې د ظلم زیاتۍ دعوې بېځایه او د سیاسي اغراضو ښکار وبللې. همدا راز یې وویل چې د شینجیانګ دروازه همیشه پرانېستې ده او د بشري حقونو هائي کمېشنره یې د هغه ځای لیدو ته وباله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG