د ملګرو ملتونو د بشري امداد ادارې په غزه او وېسټ بېنک کې امداد رسوولو دپاره په بېړڼۍ توګه د مېلینونو ډالرو مالي امداد غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د افس اف دي کوارډینېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز ترجمان ینس لېرېکي وویل په غزه کې د 2.7 مېلین او په وېسټ بېنک کې د 500000 خلکو ضرورتونه پوره کولو دپاره په بېړڼۍ توګه د 1.2 بېلین ډالرو ضرورت دی.
ملګرو ملتونو د اکتوبر په 12 نېټه د 294 مېلین ډالرو مالي امداد غوښتنه کړې وه خو لرېکي وویل حالات نور خراب شوي دي او د فلسطینیانو مشکلات د کمولو دپاره په مناسبه کچه مالي د امداد ضرورت دی چې ضرورت مندو ته که هر ځای وي مرسته وروسوول شي.
اوچا د غزه د صحت وزارت له قوله وايي چې په تېرو 17 ورځو کې د فلسطینیانو د مرګونو شمېره 9061 ته رسېدلې ده او د وژل شویو کسانو 62 فیصد ښځې او ماشومان دي.
لرېکي وویل 1.5 مېلین فلسطینیان د غزه دننه بې کوره شوي دي چې په 700000 هغه کسان شامل دي چې د ملګرو ملتونو په پناه ځای کې یې سرونه پټ کړي دي.
هغه وویل په وېسټ بېنک کې هم په تشدد کې اضافه شوې ده.
په داسې حال کې چې په غزه کې انساني حالات په خرابېدو دي، په وېسټ بېنک کې فلسطینیانو خلاف د سېټلرز یا د یهودي ابادکارانو په تشدد کې هم اضافه شوې او لرېکي وویل په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته ملګرو ملتونو په وېسټ بېنک کې 130 وژنې او د خلکو د زخمي کېدو د 2200 نه زیاتې پېښې رېکارډ کړي دي.
د اوچا ترجمان وویل د ابادکارانو د تشدد او په حرکت د بندیزونو له امله په وېسټ بېنک کې قریباً 2000 فلسطینیان بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د ادارې ترجمانې لېز ټروسېل وویل د مشرقي یروشلم په شمول په مقبوضه وېسټ بېنک کې صورتحال خطرناک او بېړني دی، دا په داسې حال کې چې د ټروسېل په قول هلته د فلسطینیانو د انساني حقونو خلاف ورزۍ کېږي.
د روېټرز ترمخه په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې 1400 کسان وژل شوي او 230 یرغمال شوي، اسرایل په وېسټ بېنک کې د وسله والو خلاف عملیات زیات کړي دي. په عملیاتو کې 1260 کسان ګرفتار کړی شوي دي. اسرایل ویلي په نیول شویو کسانو کې 760 وسله وال د حماس سره تړون لري. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
Forum