په منځني ختیځ کې د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په را بلل شوې بیړنۍ غونډه کې د امریکې ملاتړ لرونکي اسرایل او ایران یو بل ته ګواښ وکړ چې که برید یې وکړ نو غچ به ترې واخلي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د اکتوبر پر دویمه د ملګرو ملتونو د 15 کسیزې شورا غونډې ته وویل، "د تشدد دغه یو پر بل د برید مرګونې لړۍ باید ودرول شي. وخت په ختمېدو دی".
د امنیت شورا بیړنۍ غونډه وروسته له هغه را وبلل شوه چې اسرایل په لبنان کې د ایران پر ملاتړ لرونکې وسلوالې ډلې حزب الله مځکني بریدونه پیل کړل او د دې ډلې مشر حسن نصرالله یې وواژه او بیا یې په غچ کې ایران پر اسرایل د میزایلو برید وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډیني ډېنن امنیت شورا ته وویل، "اسرایل به خپله دفاع وکړي، موږ به اقدام وکړو او تاسو ته ډاډ درکوم ایران به د خپلو اقداماتو داسې نتیجې وویني چې دوی به یې تصور هم نه وي کړی".
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني ویلي، د سه شنبې- نهې په ورځ د میزایلو برید "د توازن د پر ځای کولو او مخنیوي لپاره" وو. میرواني وویل که اسرایل په غزه کې جګړه او پر لبنان بریدونه ودروي نو د لا زیاتې جګړې مخه نیول کېدای شي:
"که اړتیا پېښه شوه ایران د خپلو جایزو ګټو د ساتنې، د هر ډول پوځي تېري او د زور د غیرقانوني کارولو خلاف د خپلې مځکنۍ بشپړتیا او خودمختارۍ د دفاع په خاطر نورو دفاعي اقداماتو ته پوره تیار دی".
په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې لېنډا توماس ګرینفیلډ امنیت شورا ته وویل چې د ایران د میزایلو د برید خلاف له اسرایل سره د امریکا ملاتړ دفاعي وو. هغې وویل:
"زه باید دا روښانه کړم، د ایران رژیم به د خپلو اقداماتو ذمه وار ګرځول کېږي او موږ ایران یا د هغه د پراکسي ډلو ته د امریکې پر ضد اقداماتو او یا د اسرایل خلاف د نورو اقداماتو په اړه په کلکه خبرداری ورکوو".
په ملګرو ملتونو کې د فرانس سفیر نیکولس دي رویر وویل، فرانس غواړي د امنیت شورا "یووالی" وښيي او د حالاتو د خرابېدو د مخنیوي لپاره "په یوه غږ خبرې وکړي".
د امریکې سفیر توماس ګرینفیلډ وویل، شورا باید ایران وغندي چې د امنیت شورا پر غړو هېوادونو بریدونه کوي او د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک باندې د اسرایل خلاف د خپلو اقداماتو له امله "سنګینې نتیجې" عملي کړي.
د امنیت شورا په غونډه کې اسرایل او امریکا دواړو پر ایران د بندیزونو غوښتنه کړې ده.
'غیرمعمولي' بندیز
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش امنیت شورا ته وویل، پر اسرایل د ایران برید په کلکه غندي.
د چارشنبې- شورو په ورځ د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر وویل، خپل ملک ته د ګوتېریش پر ننوتلو بندیز لګوي ځکه چې وایي هغه د ایران برید نه دی غندلی.
په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر وېسیلي نېبنزیا په وروستیو میاشتو کې د ایران د "غیرمعمولي" زغم ستاینه وکړه او ویې ویل:
"پر اسرایل د توغندیو حمله داسې نه شي وړاندې کېدای لکه دا ټول چې په یوه خلا کې پېښ شوي وي، لکه هیڅ چې نه کېږي او په لبنان، غزه، شام او په یمن کې هیڅ نه وي شوي".
د روس سفیر ښاغلي نېبنزیا وویل، "مګر دا هر څه پېښ شوي دي او دا په منځني ختیځ کې د پراخېدونکي شخړې د یوې نوې او ډېرې خطرناک لړۍ د پیلېدو سبب شو".
د تېر کال د اکتوبر پر اوومه حماس پر اسرایلو برید وکړ او د اسرایلي چارواکو په وینا 1,200 تنه یې و وژل او شاوخوا 240 نور یې یرغمل کړی او له دې سره په غزه پټۍ کې جګړه پیل شوه.
په تېر شاوخوا یو کال کې د اسرایل په بریدونو کې د غزې د چارواکو په وینا تر 41,000 ډېر خلک وژل شوي دي چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي خو په دغو کې یې د وژل شویو وسلوالو شمېر جلا نه دی ښوولی او تقریباً 2.3 میلینه خلک د جګړې له کبله له خپلو کورونو کډه شوي دي.
حزب الله او په یمن کې د ایران پلوي حوثي ډله له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په خاطر پر اسرایل باندې راکټي بریدونه کوي.
امنیت شورا په تېر کال کې په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځ د جګړې په اړه څلور قراردادونه منظور کړي دي او په تېره جون میاشت کې یې د هغه پلان ملاتړ وکړ چې د امریکې صدر جو بایډن په غزه کې د ډزبندۍ لپاره وړاندې کړی وو.
Forum