لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې ۴۳ سلنه ژبې د ګواښ سره مخ دي، م ـ م


د مورنو د نړیوالې ورځې په مناسبت پېښور کې مظاهره
د مورنو د نړیوالې ورځې په مناسبت پېښور کې مظاهره

د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه په نړۍ کې ویونکو ۶۰۰۰ ژبو کې ۴۳ سلنه (فيصده) داسې دي چې د خطرې سره مخ دي، يواځې څو سوه ژبو ته په تعلیمي نظام او عامه توګه ځای ورکړی شوی او د ۱۰۰ نه کمې ژبې په ډيجيټيل نړۍ کې کاريږي.

د مورنو ژبو د نړيوالې ورځې ۲۱م فرورۍ په مناسبت ملګرو ملتونو ويلي، ژبې د خپلې پېژندګلو دپاره د پېچلې اغېزې سره، اړیکو، ټولنيز يووالی، تعليم او پرمختګ د خلکو او سيارو دپاره سټرايټجيکي اهميت لري.

خو د ګلوبلايزېشن د عمل له سببه دوي د سېوا کېدونکي ګواښ سره مخ دي يا په بشپړه توګه ورکيږي.

ملګرو ملتونو د کال ۲۰۱۸م د ژبو نړیوالې ورځې ته موضوع ورکړې،د دوامداره پرمختګ دپاره ژبنی تنوع او د ګڼو ژبو شمېر.

د ملګرو ملتونو ترمخه د دوامداره پرمختګ دپاره زده کوونکي بايد زده کړو ته په مورنۍ او نورو ژبو کې لاس رسی ولري، او دا د لمړۍ يا مورنۍ ژبې مهارت دی چې بينادي لوست، ليک او شمېرې په خپله ژبه کې زده شي.

پښتنو سيمو کې هم د مورنو ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې راجوړيږي اود مورنۍ ژبې په ارزښت او په خپله ژبه کې د زده کړو ورکولو په خبره ټينکار کولی شي.

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي سېکتر ميا افتخار حسېن په ټويټر ليکلي،

"مورنو ژبو ته په لمړو بنيادونواهميت ورکول غورځنګ ته اړتيا لري، د مورنو ژبو له سببه انسان د خپل کلتور او تهذيب و تمدن سره په ټينګه رشته ولاړ دی".

د مورنو ژبو د نړیوالې ورځې په خپل پېغام کې ښاغلي افتخارحسېن ویلي،"د پاکستان په هر حکومت کې د زرګونو کالونو پخوانو ژبو سره د مېرنۍ مور په رنګ سلوک شوی،په ټي وي او اخبارونو کې دې اشتهارونو ته په مورنو ژبو کې مناسبه ځای ورکړی شي".

پوهاند خادم حسېن ليکلي "ځايي او مورنۍ ژبې اجتماعي پوهه، کلتور اود فکر عمل راولي، د مورنۍ ژبې تاوان د اجتماعي پوهې زيان دی".

نوموړي د خدايي خدمتګار غورځنګ باني باچاخان عکس د هغه د وېنا سره شريک کړی چې باچاخان ويلي،

"چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو هغه ورک شي".

د نيپا په نوم يو تن په ټويټر د نېلسن منډېلا عکس د هغه د وېنا سره خپور کړی چې پکې نوموړي ویلي،

"که ته د يو سړي سره په داسې ژبه کې خبرې کوې چې هغه پرې پوهيږي نو خبره به يې په مازغو لګي، خو که د هغه سره خبره د هغه په ژبه کوې نو خبره به يې په زړه لګي، نېلسن منډېلا".

مينې ګبينې د مورنو ژبې د ورځې په مناسبت په ټویټر د عکس خپرولو سره خپل پېغام کې ليکلي، بايد پاکستان په ننۍ ورځ ټولې ژبې ونمانځي،زما مورنۍ ژبه پښتو ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG