ملګرو ملتونو په يو رپوټ کې خبرداری کړی چې په پاکستان کې په راتلونکي وختونو کې ماحولياتي بدلون نور زيات نقصان کولی شي او په پاکستان د موسمي بدلون د اثراتو په اړه به ملګري ملتونه د پاکستان سره په شریکه د جنورۍ په نهمه نېټه نړیوال کانفرنس کوي.
متحده قومونه وايي د سږ کال د اوړي په موسم کې په پاکستان کې سېلابونه د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې دغه هېواد د موسمي بدلون د سختو اثراتو سره مخامخ دی.
ملګرو ملتونو د شورو، چهارشنبې، ورځ په خپل رپوټ کې خبرداری وکړو چې د موسمي بدلون د لاسه د پاکستان ځينې برخې د سوکړې يا وچکالۍ سره مخامخ دي او نورې د درنو سېلابونو او بارانونو د لاسه ځپل کېږي.
په پاکستان کې د موسمي بدلون د اثراتو په موضوع به ملګري ملتونه د جنورۍ په نهمه نېټه په جېنېوا کې غونډه کوي چې پکې به د سېلابونو وروسته د پاکستان په بيا ودانۍ او د نورو قدرتي افتونو په وخت د انتظام په قوي کولو خبرې کېږي.
د ملګرو ملتونو په مرسته ترسره شوې څېړنې ښايي د نړۍ لوی طاقتونه د زهرجنو کاربن ګېس په اخراج کمولو کې ناکامه دي چې ورسره د نړۍ د تودېدو کچه ورځ په ورځ زياتېږي او د پاکستان په څېر د نړۍ غريب هېوادونه ورسره د موسمي بدلون د بدو اثراتو سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو په دغه تازه رپوټ کې د ماحولياتو نړيوال سازمان يا ډبليو اېم او هغه وروستۍ شمېرو ته هم اشاره شوې چې وايي، په کال ۲۰۶۰ م کې به د نړۍ د تودوښې کچه ډېره بره لاړه شي او دا به د نړۍ د پاره لويه اندېښنه وي.
په دغه رپوټ کې په مالداره هېوادونو غږ شوی چې د کويلې استعمال کم کړي او غريب هېوادونه د هغه بدو اثراتو نه بچ کړي چې پخپله د انسانانود لاسه جوړ دي.
د متحده قومونو د ترقیاتياتي ادارې د معلوماتو ترمخه په پاکستان کې درنو سېلابونو د ۱۵۰۰۰ نه زيات کسان مړه یا زخمیان شوي وو، او اته ميلينه خلک يې بې کوره کړي وو، او د دوه ميلينو نه زيات کورونه يې هم ړنګ کړي او د هېواد دريمه برخه سېلابي اوبو لاندې کړې وه.
د دې ترڅنګ ۱۳۰۰۰ کلوميټره هايي وی يې هم ډوبه کړې او ۴۳۹ پولونه يې هم وړي وو
سرکاري شمېرې ښايي د پشه کال په مياشت کې راغلي سېلابونو نهه ميلينه خلک د غربت د کرښې لاندې بوتلي دي
ملګرو ملتونو د پاکستان سره په د ې سېلابونو کې ۲۴۵ ميلينه ډالرې نغد امداد کړی چې نزدې ۲۲ لاکه کورنيو ته يي مرستې ورکړي. د نړيوال بېنک، اېشيا ډيولپمنټ بېنک او يورپي يونين په مرسرته پاکستان د سېلابونو د تاوان په اړه يورپوټ خپور کړی چې ښايي پاکستان ته سېلابونو د ۱۴.۹ اربه ډالرو زيان رسولی، اقتصادي زيان يې ۱۵.۲ اربه ډالرې شوی او د بيا ودانۍ د پاره ورته د ۱۶ اربه ډالرو ضرورت دی.