لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د پخواني حکومت استازي په ملګرو ملتونو کې چوکۍ پرېښوده


ای اېف پي خبري اداره وايي د نومبر په اخېره کې اسحاق زي د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غونډې ته وېنا کې په جار په طالبانو تنقید وکړو

د ملګرو ملتونو دپاره د افغانستان د پخواني حکومت مستقل نماینده چوکۍ پرېښوده.

غلام اسحاق زي ملګرو ملتونو ته په یو خط کې د خپل منصب د پرېښودو اطلاع ورکړه.

د ملګرو ملتونو یو ترجمان فرحان حق د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ای اېف پي خبري ادارې ته وویل افغان استازي د ډسمبر د میاشت د 15 نېټې څخه خپل منصب پرېښودلی دی.

ای اېف پي د سفارتکارانو له قوله وايي د طالبانو د واکمنېدو نه پس په افغانستان کې د اقتصادي له امله په ملګرو ملتونو کې د هېواد نمایند دفتر د فعالیت په لړ کې د مشکلاتو سره مخامخ دی.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

طالبانو په قطر کې د خپل دفتر ترجمان سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د نمایندګۍ دپاره ګمارلی دی خو ملګرو ملتونو دا میاشت په یو قرارداد کې د افغانستان چوکۍ طالبانو او یا د دوی مخالفینو ته ورکولو فېصله د نامعلومې مودې پورې وځنډوله.

طالبانو ته د افغانستان چوکۍ په نه ورکولو طالبانو په ملګرو ملتونو تنقید کړی دی.

د کال 1996-2001 په افغانستان د طالبانو په پخوانۍ واکمنۍ کې هم ای اېف پي وايي طالبانو په ملګرو ملتونو کې نمایندګي نه لرله.

ای اېف پي خبري اداره وايي د نومبر په اخېره کې اسحاق زي د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غونډې ته وېنا کې په جار په طالبانو تنقید وکړو.

ای اېف پي وايي د اسحاق زي د چوکۍ پرېښودو په اړه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشن (دفتر) ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ لاس رسايي ونشوه.

XS
SM
MD
LG