لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: غزه د ماشومانو لپاره د نړۍ په تر ټولو خطرناک ځای بدله شوې ده


د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیواله اداره یونیسیف وایي غزه پټۍ د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه سیمه ګرځېدلې ځکه چې وایي د اسرایلي پوځ په بمبارۍ کې په زرګونو ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي او په زرګونو نور په هغو روغتونونو کې له شدیدو ناروغیو، د خوراک، اوبو او علاج له نشتوالي سره مخ دي چې له خلکو ډک دي.

د یونیسیف ویاند جېمز ایلډر د نهې- سه شنبې په ورځ په جنېوا کې خبریالانو ته وویل، دی په "قهر" دی چې په غزه کې یو میلین ماشومان په جګړه کې ځپل کېږي. ښاغلی ایلډر په دې وروستیو کې غزې ته له دوو اوونیو سفر وروسته ستون شوی او وایي:

"زه غصه یم چې اندامونه یې غوڅ وو هغه ماشومان په رغېدو وو خو په ناصر روغتون کې بمباري ورباندې کېږي او وژل کیږي، زه غصه یم هغه نور ماشومان چې په یو نه یو ځای کې پټ دي، هره ورځ یې د بدن اندامونه غوڅېږي".

د یونیسیف ویاند وایي‌ په غزېه کې یې دومره ډېر ماشومان ولیدل چې میندې او پلرونه یې وژل شوي وو او "زه غصه یم چې دغه ماشومان د خپلو وژل شويو مور، پلار او کورنۍ په مرګ نه شي ژړلای".

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي د اکتوبر پر اوومه په اسرایلو باندې د حماس تر برید وروسته د اسرایل په بمبارۍ کې تر 19,400 ډېر کسان وژل شوي چې وایي 70 فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

حماس چې پر اسرایل برید کړی وو د چارواکو په وینا تر 1200 زیات کسان یې وژلي او زرګونه نور یې ټپیان کړي وو، خو شاوخوا 240 کسان یې ژوندي یرغمل غزه ته بېولي وو، چې په هغوی کې تر سل زیات را خوشي شوي، ځینې وژل شوي او تر سل زیات لا هم یرغمل دي.

د یونیسیف ویاند جیمز ایلډر وایي د غزې په جنوب خان یونس سیمه کې الناصر روغتون په دوو ورځو کې دننه دوه ځله بمبار شوی وو، وایي په دې روغتون کې لوی شمېر شدید زخمي ماشومان او په سلګونو نورو ښځو او ماشومانو هلته د جګړې له کبله پناه اخیستې وه. جیمز وایي:

"ښه نو دغه ماشومان او کورنۍ یې چېرې لاړې شي؟ دوی حتی په روغتونونو کې هم خوندي نه دي، دوی په پناه ځایونو کې هم نه دي محفوظ او دوی حتی په تش په نامه خوندي ځایونو کې هم خوندي نه دي".

د یونیسیف دغه چارواکي وویل ماشومان پر داسې وچه او شاړه مځکه پراته دي چې وایي هیڅ اوبه، سهولتونه، له یخنۍ او بارانه د ژغورنې امکانات پکې نه شته، علاج، خواړه، اوبه او د صفایي څه انتظام هم پکې نه شته.

جیمز ایلډر وایي اوس مهال په غزه کې په اوسط ډول د هرو 700 کسانو لپاره یواځې یو تشناب دی، وایي داسې ځایونو ته هم خلک منتقل کړای شوي چې د کورنیو لپاره هیڅ تشناب پکې نه شته او په لکونو خلک اړ دي چې په خلاسو ځایونو کې رفع حاجت وکړي:

"له اوبو او پاکۍ پرته دا تش په نامه سېف زونز [امن سیمې] د ناروغیو په سیمو بدلې شوې دي".

ایلډر خبرداری ورکړ چې کېدای شي د خوندي اوبو، خوړو او روغتیا ساتنې د اسانتیاوو له نشتوالي سره سره د کم خوراکۍ او اسهال یا نس بهېدو د کچې زیاتوالی د هغو ماشومانو مرګ ژوبله زیاته کړي چې په بمباریو کې ټپي کېږي.

ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې کورنۍ خپل ټپي شوي او ناروغ ماشومان روغتونونو ته د هوایي بمباریو له ویرې نه بیایي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وایي د غزې له ټولو 36 روغتونونو څخه دا وخت یواځې اته څه نا څه فعال دي او هغه هم له ناروغانو ډک دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې اوچا بیا ویلي چې د دوشنبې- ګل په ورځ په الشفا روغتون یو ځل بیا برید شوی او د ماشومانو په ګډون پینځه تنه پکې وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG