د اسرایل او د حماس د جنګ د جمعې په ورځ دوه مياشتې پوره شوې او درېمې میاشتې ته داخل شو په دې مهال ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې امدادي مرستې سختې اغېزمنيږي ځکه چې د غزه په ګېرو شوو علاقو کې يو ځای هم محفوظ نشته.
د رپورټونو ترمخه، د ځمکنيو حملو څخه بچ کېدو دپاره فلسطينیان په غزه کې د يوې علاقې پورې محدود پاتې شوي دي. د اسرايل پوځ ويلي، تېره ورځ یې د غزه د ګڼې ابادۍ په علاقه کې 450 اهداف په نخښه کړي دي.
د جمعې په ورځ امریکې د ملګرو ملتونو هغه قرارداد ويټو یا مسترد کړو چې د سېکيورټي کاونسل نورو غړو او نورو ګڼو ملکونو یې حمایت کولو او په غزه کې یې د انساني خواښوږۍ په بنیاد په سمدستي ډول د ډزبندۍ غوښتنه کوله. د 15 رکني سېکیورټي کاونسل 13 غړو د قرارداد په حمایت کې او امریکې د دې په مخالفت کې رای ورکړه. برطانیې د رای ورکولو نه ډډه وکړه.
ويل شوي د اسرایل پوځ د غزه په ځينو علاقو کې د بايبل په حواله پاڼې غورځولې وي دي چې د حماس مشرانو ته یې خبرداری ورکړی، چې د ځان په بدل کې ځان او سترګې په بدل کې به سترګه اخستلی شي.
له دې دغې يوه ورځ وروسته د اسرایل پوځ په لسګونو فلسطينیان د حماس سره د ملاتړ په شک د اښتنو پوښتنو دپاره نيولي وو، د اسرايلي حکومت يو وياند ويلي، دا لړۍ به روانه وي.
اسرایل ویلي د حماس وسله وال توان به ختموي. اسرايل د اووم اکتوبر د حملو وروسته جګړه پېل کړې او وايي په غزه به د حماس واکمني ختموي.
د جګړې په سر کې د اسرايل هوايي او ځمکنۍ حملې په شمالي غزه کې روانې وې، او د هلته نه د لکونو په شمېره کې خلک د اسرایل په لارښوونه جنوب پله تښتېدلي دي.
د ملګرو ملتونو استازو ويلي، داسې خبرونه دي چې د اسرايل پوځ په شمال کې د بېت لاهيه نومې علاقې يو سکول چې دا وخت پناه ځای دی، څخه سړی او د 15 کالو نه د کم عمر هلکان نيولي دي.
د اسرايل د حکومت وياند ايلن ليوي د جمعې په ورځ ویلي، چاوراکي د نيول شوو نه پوښتنې کوي کوم چې د دوی په وينا د حماس د قوي مرکز څخه اوچت کړی شوي دي.
ویل شوي په پوځي چاپو کې اضافه شوې او لويدیځه غاړه کې په فلسطينیانو بنديزونه هم سېوا کړی شوي دي.
د اسرایل پوځ په لويديځه غاړه کې د کډوالو په کېمپ د فلسطيني وسله والو په شک کې د ګرفتاريانو دپاره چاپه وهلې، او د صحت وزارت ویلي، د وسله والو سره نښته کې شپږ فلسطينيان وژل شوي هم دي.
د اې پي د خبر ترمخه، د اسرايل پوځ د دغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په غزه کې د صحت وزارت ویلي، تراوسه پورې د 17000 نه زيات کسان وژل شوي او په دوی کې د 70 فيصده نه زيات ماشومان او ښځې دي.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې 1200 کسان یې وژلي او د 240 پورې نور يې يرغمل کړي وو.
Forum