د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپل سیاسي دفتر یوناما د کار د مودې غزولو په اړه نن غونډه کوي او ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي مشر پکې د افغانستان د حالاتو په اړه خپل تازه رپوټ وړاندې کړي.
د انتونیو ګوتېریش دغه درې میاشتني رپوټ ته «د افغانستان حالات او د نړۍ پر امن یې اثرات» سرلیک ورکړل شوی چې پکې د 2023 له نومبره د 2024 کال تر فرورۍ د افغانستان د حالاتو په اړه لیکل شوی دی.
دغه رپوټ د فرورۍ پر شپږمه خپور شوی او په دې کې طالبان په خپله کابینه او فیصلو کې خلکو ته د پراخې برخې نه ورکولو له کبله ناکام بلل شوي دي.
رپوټ وایي د طالبانو چارواکو په سیمه ییزه او ملي کچه د خلکو د ګډون لپاره پر ژمنو او هڅو باوجود په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال په 15 مثبتو رایو د یوناما د کار موده د روانې مارچ میاشتې تر 17 نېټې پورې غزولی وو. یوناما له 2002 کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی او امنیت شورا یې هر کال په رایو اچولو سره د کار موده غزوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر په نوي رپوټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو حالت بیان شوی او ویل شوي چې پر نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونه لا هم روان دي.
رپوټ وایي له دې سره سره یې د 2023م کال تر اخره د طالبانو د امنیتي ادارو له خوا د نجونو او ښځو د خپلسره نیول کېدو او له بنده وروسته له هغوی سره د ناوړه چلند تورونه هم ریکارډ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر په رپوټ کې د یوناما په حواله ویل شوي چې په وروستیو درو میاشتو کې لږ تر لږه پینځه ته په غیرعدالتي توګه وژل شوي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مخکیني اووه تنه چارواکي په خپلسره توګه نیول شوي دي.
په رپوټ کې د طالبانو د سپریم کورټ په حکم او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په منظورۍ په ولسي ځایونو کې د خلکو په مخ کې د سزاګانو ورکول هم له بشري حقونو سرغړونه بلل شوې ده.
ټاکل شوې چې د امنیت شورا نننۍ غونډې ته په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا هم خپل درې میاشتنی رپوټ وړاندې کړي چې دا به په روان 2024م کال کې د افغانستان د حالت په اړه د یوناما لومړنی رپوټ وي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوناما په وروستیو رپوټونو باندې نیوکې کړې او وايي دغه اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې منفي ټکي لوی وښیي او په دې تړاو خپل رپوټ وړاندې کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې به هغه وخت مثبتې نتیجې ولري، چې د ده په وینا د افغانستان حقیقتونه ښکاره کړي:
"څنګه چې زموږ تجربه ده، هیله نه لرم، داسې ښکاري هغوی ته دنده ورکړل شوې چې د افغانستان پر اړه خبرې وکړي، خبرې را ټولې کړي او پر منفي خبرو بحث وکړي او هغه لویې وښيي او رپوټ پرې جوړ کړي".
د یوناما مشرې روزوا اوتنبایوا دغې شورا ته خپل وروستی رپوټ د تېر 2023م کال د دسمبر پر 20مه وړاندې کړی وو، چې پکې یې په افغانستان کې د بشري حقونو خصوصاً د ښځو پر حالت اندېښنه ښکاره کړې وه او طالبانو هغه رپوټ رد کړی وو.
د طالبانو حکومت تېر کال د یوناما د کار د مودې د غزولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی کړی وو، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د ځانګړي استازي د ټاکلو یې مخالفت کړی دی.
Forum