د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشتو غېر ملکيانو د ويستلو يا خپلو ملکونو ته بيرته ستنولو په فېصله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي د دغه فېصلې نه به "په پاکستان کې 14 لکه افغان کډوال په غېر متناسب ډول اغېزمن شي".
د پاکستان حکومت روانه مياشت اعلان کړی چې د 31م اکتوبر پورې دې غېر قانونه غېر ملکيان په خپله د ملک څخه ووځي کنه د لومړي نومبر وروسته به دوی نيول کيږي او بيرته به خپلو ملکونو ته شړل کيږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياندې روينا شمداساني د جمعې په ورځ جنېوا کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، "پاکستان کې د دوو ملينو څخه زيات اسناد نه لرونکي افغانان اوسيږي او په دوی کې لږ ترلږه شپږ لکه کسان داسې دي چې په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته راغلي دي".
هغې ویلي، "مونږ باور لرو چې ډېر افغانان د بيرته ستنولو په صورت کې د بشري حقونو د سختو سرغړونو د خطرو سره مخ کېدی شي، دوی په ناجايزه توګه نيول کېدی شي، د تشدد، ظلم او غېر انساني سلوک سره مخ کېدی شي".
شمداساني زياته کړې، "په ځانګړي ډول مدني فعال، خبريالان، د بشري حقونو ساتونکي، پخواني حکومتي او امنيتي چارواکي، ښځې او جينکۍ د خطرو ښکار کېدی شي".
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشن ترمخه، د پاکستان د درېم اکتوبر د اعلان وروسته د افغان کډوالو بیرته ستنېدو عمل چټک شوی، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] او د مهاجرت نړیوال سازمان [آی او اېم] د شمېرو ترمخه د 15 پورې 59780 کسان بيرته افغانستان ته تللي دي.
ويل شوي په دغو کسانو کې "78 فيصده کسانو د خپلې ممکنه ګرفتارۍ له ويرې پاکستان پرېښودی دی".
شمداساني ویلي، د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټه لومړی نومبر چې په رانزدې کېدو دی، ملګري ملتونو په پاکستاني چارواکو ټينګار کوي چې د افغانانو په زوره شړلو عمل وځنډوي چې دوی د بشري حقونو د سرغړونه نه بچ شي.
ملګرو ملتونو د پاکستان نه غوښتي چې ضرورتمندو کډوالو ته تحفظ ورکړي او په راتلونکې کې دوی په خوندي، په عزت سره او د نړيوال قانون ترمخه بيرته ستانه کړي.
شمداساني زياته کړې، په افغانستان کې ژمی را روان دی او د پاکستان نه په غټه کچه د افغانانو شړل په افغانستان کې بشري بحران نور سېوا کولی شي، اغلې په افغانستان کې روانه میاشت د راغلې زلزلې يادګېرنه کړې په کومه کې چې لږ تر لږه 1400 کسان مړه شوي او د 1800 نه زيات ژوبل شوي وو.
د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې [اوچا] ترمخه، د افغانستان په 43 ملينه ابادۍ کې 30 ملينه مرستو ته اړتيا لري او 3.3 ملينه کسان په ملک کې دننه بې کوره دي.
د درېم اکتوبر د اعلان وروسته پاکستاني چارواکي په تکرار سره وايي، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
خو ورسره بيا بيا وايي چې د غېر قانونه غېر ملکيانو فېصله يواځې د افغانانو دپاره نه ده.
د زیارت/ پنجشنې په ورځ د پاکستان د نګران حکومت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ویلي وو، په ملک کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيان په ګوته کړی شوي او د 31م اکتوبر وروسته به د چا سره هم کوم رعايت نه شي کولی.
Forum