لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: پر افغان مېرمنو او نجونو د روان ظلم د ختمولو لپاره دې دستي نړیوال اقدام وشي


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي په افغانستان کې تل د ښځو د حقونو اړوند مسایل د حکومتونو او نسلونو لپاره یوه مهمه مسله وه، خو وایي د افغان مېرمنو او نجونو پر حقونو چې د طالبانو په واکمنۍ کې کوم ظلم روان دی د خپلې کچې او پر نسلونو د اغېزې له امله یې مثال نه شته.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جون پر 10مه په یو تفصیلي رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان بشري حالت د جنسیت د برابرۍ په برخه کې په نړیواله کچه د هدفي لاسوهنو لپاره په بېسارې توګه ستونځې را مخې ته کوي.

یو این وومین وایي، افغان مېرمنې په هغو پرېکړو کې واک نه لري چې د دوی پر ژوند اغیزه کوي، ځکه چې وایي د طالبانو په کابینه او حکومت کې هیڅ ښځینه مشره نه شته. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې شمېرې ښیي چې یواځې یو فیصد ښځې ګومان کوي چې دوی په خپلو ټولنو کې اغېز لري:

"د افغان مېرمنو تر خپل منځ منظمه اړیکې محدودې شوې دي، 18 فیصده ښځو ویلي په درو پرله پسې میاشتو کې له خپلوانو بهر مېرمنو سره یو ځل نه ویني. ټولنیز یواځیتوب ښځې او نجونې ناهیلۍ ته مجبوره کوي".

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې په وینا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دې ډلې په منظمه توګه د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره د افغانستان قانوني جوړښتونه او ادارې ختمې کړې دي.

رپوټ وایي د طالبانو حکومت په ځانګړي ډول هغه کسان تر برید لاندې راوستي چې د تېر جمهوري نظام د واک پر مهال یې له 2001م بیا د 2021م کلونو ترمنځ د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ځواکمنۍ په برخه کې د پرمختګونو ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دغه ارزونه ښيي چې له حقونو د ښځو محرومیت ډېرې خرابې اغېزې لرلې او پر نسلونو باندې به یې اغیزې دوام وکړي.

دغې ادارې ویلي پر زدکړو د بندیزاغېزې ښيي چې د 1.1 میلینه نجونو تعلیم پرېښوول او په پوهنتونونو کې تر یو لک 100,000 زیاتې ښځې له زدکړو محرومول لږ تر لږه 50 فیصده د میندو د مړینې له زیاتېدو سره تړاو لري.

په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې په یو رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ 24 میندې او 167 ماشومان له هغو ناروغیو مري چې درملنه یې ممکنه ده، خو د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت دا شمېرې ردې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي د طالبانو د پېژندلو په برخه کې د ټولنې لپاره د جنسیت په تړاو ظلم بنیاد دی، خو وایي افغان مېرمنو په ډېر ناسم چاپیریال کې په تېرو نیژدې درو کلنو کې د خپلو ټولنو د خدمت لپاره د حقونو غوښتنې مبارزې ته په زړورتیا دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره ایلیسن ډېویډیان وایي، افغان میرمنې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره غیرمعمولي مبارزه کوي:

"د نه منلو وړ چېلنجونو سره مخامخ افغان مېرمنې د ادارو او کاروبارونو په چلولو سره خدمتونو ته دوام ورکوي، په کار دی چې موږ د هغوی پر مبارزه سرمایه کاري وکړو، افغانستان باید د نړیوالې ایجنډا په سر کې پاته شي".

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی په افغانستان کې د مدني ټولنې ادارو پیاوړتیا ته اړتیا ده، وایي په کار دی ملګري ملتونه دوامداره او د عمل وړ بودیجه برابره کړي او لږ تر لږه 30 فیصده مالي مرستې هغو چارو ته ځانګړې شي چې هدف یې په دغه هیواد کې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د حقونو ملاتړ دی:

"نړۍ دې د هغو پالیسیو مخنیوی وکړي چې د طالبانو د سیاستونو، معیارونو او د توپیري ارزښتونو ملاتړ کوي او یا یې عادي کوي. د بشري حقونو په برخه کې دې د ښځو حقونه په ځانګړې توګه په ټولو بشري فعالیتونو او انساني اړتیاوو کې د بنیادي اړخ په توګه په پام کې ونیسي".

طالبانو په خپله واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو پرله پسې بندیزونه لګولي دي او شاوخوا 1000 ورځې کیږي په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیر لګولی او یو نیم کال کیږي ښځې او نجونې یې له پوهنتونونو منع کړې دي.

طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د اعلی تعلیم او کار په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو له پرله بسې غوښتونو سره سره تر اوسه ښځو او نجونو ته د زدکړو او کار اجازه نه ده ورکړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG