لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې ٫٫‌٫ یوناما٬٬ په یوه اعلامیه کې یو وارې بیا د افغانستان په جګړه کې ښکېلو ډلو نه د تاو تریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

د خالي/ شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې یوناما ویلي په افغانستان کې په روان تاو تریخوالي کې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي او زیاتوي په تیرو نهو میاشتو کې په هرو لوس وژل شوو ملکي کسانو کې څلور ښځې او ماشومان دي.‌

په اعلامیه کې د ټولو ډلو غوښتنه شوې چې د سولې لپاره رامنځ ته شوي تاریخي فرصت نه ګټه واخلي او تاو تریخوالی کم کړي.

اعلامیه وايي:٫٫ د همدې لپاره مونږ د جګړې په ټولو ښکېلو ډلو یو وارې بیا غږ کوو چې د جنسیت په اساس تاوتریخوالي په ګډون په مکمله توګه تاوتریخوالی راکم کړي او د یو سوله ایز او با ثباته افغانستان لپاره کار وکړي.٬٬

یوناما د اکتوبر په ۲۷ ​د ملکي تلفاتو په اړه خپور کړي رپورټ کې ویلي وو چې په قطر کې د سولې د خبرو د پېلېدو سره سره بیا هم د ملکيانو تلفات ندي کم شوي.

په راپور کې راغلي وو چې د روان کال د جنورۍ میاشتې نه د ستمبر میاشتې اخیره پورې ۲۱۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه راپورټ ښايي چې د یادو تلفاتو ۴۵ سلنه طالبانو، ۲۳ سلنه د افغانستان امنیتي ځواکونو، ۲ سلنه نړیوالو ځواکونو او پاتې برخه یې داعش او نورو نا څرګندو وسله والو پوري اړولي دي.

یوناما داسې مهال د تاوتریخوالي‌ د کمولو غوښتنه کړې ده چې په قطر کې له څه مودې راهسې د افغانستان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ ‌خبرې روانې دي.

یادونه: د وي او ای اشنا په مننه!

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG