لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنیوا په غونډه کې کډوالو سره د مرستې دپاره د پنځه ارب ډالرو امداد ژمنې شوې


Global Refugee Forum in Geneva

د سوېټزرلېنډ په جېنېوا ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په انتظام د کډوالو لومړۍ نړیواله غونډه یا ګلوبل ریفیوجیز فورم کې په نړۍ کې د کډوالو سره د مرستو لپاره د پنځه بیلینه ډالره د مرستو ژمنې وشوې.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار په یوه خبرپاڼه کې وویل د جنیوا په درې ورځنۍ غونډه کې د نړۍ یو شمیر هیوادونو، غیردولتي ادارو، شخصي کمپنیو او تعلیمي ادارو کډوالو سره مرستو د ۷۷۰ نه زیاتې ژمنې وکړې.

د یو اېن اېچ سي‌ ار مشر فلیپو ګرېنډي ترمخه په ګرده نړۍ کې عامو خلکو د پناه اخېستونکو سره مرستې سېوا کړي او په ګڼو ټولنو کې د ټولنې خلک بیا د پناه اخېستونکو مرستو ته هم راوړاندې شوي دي.

خو د نوموړي تر مخه په نړۍ کې د کډوالو ستونزو ته کله کله د بیړني حالت په توګه کتل کیږي،‌ نو ځکه د دې حل هم د لنډې مودې لپاره راویستل کیږي.

په جینیوا کې دغه درې ورځنۍ غونډه کې د ګردې نړۍ نه نژدې ۳۰۰۰ تنانو ګډون وکړو چې پکې حکومتي مشران، د غیر دولتي ادارو غړي، د شخصي کمپنیومالکان، د کډوالو لپاره کارکوونکو ډلو تر څنګ یو شمیرکډوالو هم ګډون وکړو.

نوموړي زیاته کړه په دې غونډه کې د نړۍ یو شمیر د بشري مرستو او پرمختیا ادارو لخوا د کډوالو د مرستو او د اوږدې مودې لپاره د دوی‌ د مرستو په لړ کې لوې لاس ته راوړنې شوي.

د پرمختیا په لړ کې جرمني د ۱.۳ بیلینه یورو او نړیوال بنک لخوا د کډوالو لپاره د ۴.۷ بیلینه ډالرو د مرستو ژمنه شوې. د ورلډ بنک لخوا دغه امداد زیاته برخه به د کډوالو کوربه هیوادونو او نورې د پراېیوټ سیکټر یا شخصي څانګو او کډالو ته د روزګارونو ورکولو په مد کې مصرف کیږي.‌

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG