د سوېټزرلېنډ په جینیوا ښار کې د ملګرو ملتونو په سر دفتر کې د کډوالو لومړنۍ نړیواله غونډه یا (ګلوبل ریفیوجیز فورم ) پېل شوه.
دې غونډې له د نړۍ د یو شمیر هیوادونو نه د ۲۰۰۰ نه سېوا چارواکي، د کډوالو لپاره کارکونکي ادارو، د ملگرو ملتونو چارواکي، سرمایه کاران، د مدني ټولنو او بشري حقونو د ادارو غړي برخه اخلي.
په دې دوه ورځنئ غونډه کې به نړیوال مشران او د نړۍ د یو شمیر برخو نه راغلي غړي په وړو وړو غونډو کې په ګرده نړۍ کې د جنګونو او جګړو د لاسه بې کوره شوي کډوالو ته د نړۍ په غبرګون خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرس هم دغه غونډه کې د ګډون لپاره راسیدلی. د یو شمیر نورو هیوادونو د مشرانو تر څنګ د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د ترکي صدر رجب طیب اردوان هم رارسیدلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو اېن ایچ سي ار ترمخه ترکي او پاکستان د نړۍ په هغه هیوادونو کې شامل دي چرته چې میلینونو کډوال ژوند کوي.
د ادارې تر مخه دا مهال په پاکستان کې ۱.۴ میلینه (۱۴ لکه) رجسټرډ کډوال دي. پاکستان د یو اېن اېچ سيار د دې غونډې یا ګلوبل ریفیوجیز فورم کو کنوینیر هیواد دی.
یو اېن اېچ سي ار وايي دا مهال د جگړو، شخړو، او یا د حکومتونو ېرې، په ګرده نړۍ کې ٧٠ میلینه خلک په خپلو کورونو پریښودو او په کډه کولو مجبوره شوي.
په دغو ۷۰ میلینه کې ، ٢٥ میلینه بیا هغه کډوال دي چې د خپلو هیوادونو نه وتلي او بیرته خپلو سیمو ته نشي تللی.
د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وایي د نړۍ د ټولو پناه غوښتونکو دوه په درېیمه برخه، یوازې په پنځو ملکونو پورې تعلق ساتي: شام (٦.٧ میلینه)، افغانستان (٢.٧ میلینه)، جنوبي سوډان (٢.٣ میلینه) میانمر (١.١ میلینه)، او سومالیا (٠.٩ میلینه).
ملگري ملتونه زیاتوي چې د وروستیو شمېرو ترمخه، ترکیه ٣.٧ میلینه مهاجرو ته په ځای ورکولو سره، په نړۍ کې د مهاجرو تر ټولو ستر کوربه هېواد، او پاکستان ۱.۴ میلینه افغان کډوالو ته د تیرو ۴۰ کالو راهسې په پناه ورکولو دویم کوربه هیواد دی.
د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي هیله لري چې په جینیوا کې د دې هفتې په بحث کې د مهاجرو د ستونزو په هکله غټې ژمنې ترسره شي.