لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپ ته د غېرقانوني تگ په مهال په زرگونو خلک په بحیره روم لاهو یا بې درکه شوي


په جنیوا کې د یو اېن اېچ سي ار ترجمانې لېز تروسېل وي او ای ته وویل په بحیره روم کې د کډوالو په لاهو کېدلو کې د اضافې یو سبب په سمندر کې د ژغورنې په عملیاتو کې کمی هم دی
په جنیوا کې د یو اېن اېچ سي ار ترجمانې لېز تروسېل وي او ای ته وویل په بحیره روم کې د کډوالو په لاهو کېدلو کې د اضافې یو سبب په سمندر کې د ژغورنې په عملیاتو کې کمی هم دی

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن ایچ سي ار ویلي په کال ٢٠١٨ کې یورپ د غېرقانوني سفر په مهال په بحیره روم ٢٢٧٥ تنان لاهو شوي او یا بې درکه شوې دي.

د یو این اېچ سي ار ترمخه د دغه شمېرې حساب تېر کال هره ورځ اوسطاً شپږ کسان په بحیره روم کې لاهو یا بې درکه کېدل.

یو اېن اېچ سي ار وايي په کال ٢٠١٧ کې د لیبیا او یورپ په لار یورپ ته تلونکو ٣٨ تنانو کې به یو تن په سمندر کې لاهو کېدلو خو په کال ٢٠١٨ کې دغه شمېره زیاته شوه او په ١۴ تنانو کې به یو تن لاهو کېدلو.

په جنیوا کې د یو اېن اېچ سي ار ترجمانې لېز تروسېل وي او ای ته وویل په بحیره روم کې د کډوالو په لاهو کېدلو کې د اضافې یو سبب په سمندر کې د ژغورنې په عملیاتو کې کمی هم دی.

مېرمن تروسېل وویل په کال ٢٠١٨ کې په سمندر کې په امدادي عملیاتو کې خنډان راولاړ کړی شوي وو چې له امله یې د خلکو د ژغورنې کوښښونه کم شول او د خلکو په سمندر کې د لاهو کېدو شمېره زیاته شوه. هغې زیاته کړه چې په امدادي کار کې د کمي دلارې یورپ ته د هغه خلکو د تگ مخه نشي نیول کیدی چې د غربت او یا د جنگونو دلاسه خپل هېوادونه پرېږدي.

یورپ ته په غېرقانوني توگه د کډوالو د تگ د مسلې د حل په لړ کې یو اېن اېچ سي په سیمه ایزو هېوادونو خپل منځو کې د همکارۍ غږ کړی. اداره وايي دا یوازې د بحیره روم په ساحل پراتو هېوادونو سپېن، اټلي او یونان ذمه واري نه ده چې ساحل ته د ورغلو کډوالو خیال وساتي.

یو اېن اېچ سي ار وايي ټول یورپي هېوادونه باید د کډوالو په مسله په اجتماعي همکاري وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG