لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه به د ژمي له امله د پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته تگ اینده میاشت ودروي


په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالې د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند قېصر افریدی وايي، د يخ موسم له کبله د پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د لېږلو رضا کارانه عمل ودرول کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې افريدي وویل د تېرو کلونو په څېر به سږ کال هم د کال ډسمبر د لمړۍ نېټې نه تر فرورۍ ۲۸ پورې د کډوالو د بيرته لېږلو عمل ودرېدلی وي خو هغه زیاته کړه د دوی سره دلته کېدونکې مرستې او نورې اسانتیاوې به روانې وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه دا وخت په پاکستان کې رجسټرډ کډوال د ۱۴ لاکه پورې دي چې پکې په زياته شمېره کې کډوال په خېبرپښتونخوا صوبه کې اوسيږي.

یو اېن ایچ سي ار وویل سږ کال د پاکستان نه خواوشا پينځه نیم زره افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دا عمل چې د کال ۲۰۰۲ نه پېل شوی تراوسه پورې پکې ۴۴ کډوال بيرته افغانستان ته تللي دي.

راپورونه وايي د دې ترڅنګ نزدې اته لاکه نورو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو کارډونه ورکړی شوي دي.

د پاکستان حکومت د روان کال جون په مياشت کې د رجسټرډ او کارډ لرونکو افغان کډوالو ته په ملک کې د پاتې کېدو موده تر يو کال پورې غځولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG