لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین: امنیتي شورا په هند او پاکستان کشمیر کې د یو اړخیزه ګامونونه پورته کولو غږ کړی


د راېټرز خبري ادارې د خبر تر مخه په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي چې د امنیتي شورا غړو هیوادونو په هندوستان او پاکستان غږ کړی چې د جمو او کشمیر په لانجمنه سیمه کې د یو اړخیزه ګامونو پورته کولو نه دې ډډه وکړي.

د کشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو وروسته تیره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې شخړه دغور کولو په موخه ملګرو ملتونو ته د امنیت شورا دغونډې رابللو دپاره یو لیک استولی ؤ.

د پاکستان غوښتنو ته ملګرو ملتونو څه ځواب نه دی ویلی چې ایا د کشمیر په شخړه د هندوستان وروستي ګامونو د ملګرو ملتونو د قراردادونو تر مخه ښه دي او که بد.

د امنیتي شورا غړو د یو شریک بیان ورکولو نه ډډه کړې خو په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ځانګ ژون د غونډې جزیات شریک کړي او د کشمیر په حالاتو يې اندېښنې څرګند کړي.

د امنیتي شورا ۱۵ کسیزه غړو نن د جمعې په ورځ په نیویارک کې د بندو دروازو تر شا د چین او پاکستان په غوښتنه دغه غونډه وروسته د هغې کړې چې د هندوستان د خپلې ولقې لاندې کشمیر ځانګړی اییني حیثیت ختم کړو.

په تیرو پینځوؤ لسیزو کې دا وړومبی ځل چې دکشمیر په شخړه دهند اؤ پاکستان ترمینځ په پیدا شوي تاوتریخوالي دغور کولو دپاره په ځانګړي ډول دامنیت شورا ځانګړې غونډه رابلل شوې ده.

په ووستې ځل کال ۱۹۷۱م کې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا په غونډه کې د کشمیر په شخړه خبرې اترې شوې وې.

په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازي سید اکبرالدین د چیني استازي د بیان وروسته په نوموړي تور لګولی چې خپل بیان يې د نړیوالې ټولنې دریځ بللی او زیاته کړې یې ده چې د هندوستان دغه فیصله د دوي کورنۍ مسله ده.

د هندوستان استازي سید اکبرالدین د یادې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي ٫٫ که چرې ستونزې وي نو مونږ به پرې د کور دننه خبرې کوو، زمونږ (هندوستان) عدالتونو کې به پرې خبرې کیږي. مونږ ته د نړیوالې د دې وینا ضرورت نشته چې مونږ به څنګه ژوند کوو. مونږ د بېلین نه سېوا ابادي لرونکی هیواد یو.٬٬

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودهي د یادې غونډې وروسته زیاته کړې چې دغه غونډه يې د کشمیر لپاره لومړی ګام وو او وړاندې به هم داسې ګامونه پورته کوي. ملیحه لودهي زیاته کړې چې په تیرو ۵۰ کالو کې دا لومړی ځل دی چې د امنیتي شورا غړي په دې مسله خبرې کړي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي وو چې د هند لخوا د کشمير د خصوصي حيثيت ختمولو په اړوند يې "د امنيتی شورا صدر ته خط ليکلي او ترې غوښتي يې دي چې د کشمیر په مسله بېړنۍ غونډه راوبلي او په دغه مسله بحث وکړي".

هند په وروستيو کې د خپلې ولقې لاندې کشمير خصوصي حيثيت ختم کړی دی د کومې وروسته چې اوس جمو و کشمیر د هند ریاست ګڼلی شي.

پاکستان د هند دغه ګام غندلی او ويلي يې دي د هند دا ګام غېر قانوني، يو اړخيز او د ملګرو ملتونو د کشمير په اړوند قراردادونو پرضد دی.

د ملګرو ملتونو سیکټري جنرال اېټونیو ګوټېرس هم په هند او پاکستان غږ کړی چې د جمو او کشمیر په لانجمنه سیمه کې د نورو ګامونو پورته کولو نه ډډه وکړي کوم چې د دغه سیمې ځانګړی حیثیت اغیزمن کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG