په کال 2021 کې چې د امریکې حکومت د طالبانو سره په دوحه، قطر ،کې رسمي خبرې پيل کړې نو تمنا ايازي انديښمنه وه چې يو خوا به افغان ښځې د دې مذاکرانو نه بهر وساتل شي او که طالبانو بيا واک ترلاسه کړو نو ښځې به د خپلو بنيادي بشري حقونو نه محرومه کړل شي.
فلم سازې ايازي فيصله وکړه چې نړۍ به د دې خبروي چې په افغانستان کې به د ښځو څه حالت جوړيږي او د يوې معلومې افغانې ښځې په ژوند يې په ډاکومينټري یا دستاوېزي فلم په جوړولو لاس پورې کړل. هغه وايي “مونږ په کال 2020 کې فلمېنګ شروع کړو”.
خو دا پروسه د کوېډ 19 د بندېزونو د لاسه څو مياشتې وځنډېده او بيا ورپسې ډېر په تېزۍ د افغانستان حالات په بدلېدو شو ځکه چې طالبانو واک ونيولو او ايازي يې دې ته مجبوره کړه چې ملک پرېږدي. هغه ونه توانېده چې خپله ډاکومينټري پوره کړي.
ايازي وايي د ښځې فلم سازې په توګه هغې نه شو کولی افغانستان ته بيرته لاړه شي چې خپل نيمګړی کار سر ته ورسوي. البته د هغې همکار چې سړی دی و يې کولی شول چې افغانستان ته لاړو خپل کار يې په 2022 کې سر ته ورسولو.
"زه فقط ښارواله يم"
د ټورنټو په نړيوال فلم نندارتون کې چې په نهم سېپټمبر راجوړ کړل شوی و ايازي خپله د يو نيم ساعت ډاکومينټري “د هغې په لاسونو کې” نندارې ته وړاندې کړه. دغه فلم د ميدان ښار وړومبۍ ښاروالې ظريفه غفاري په ژوند جوړ شوی دی. د کورنۍ جګړې ځپلي ميدان ښار د کابل نه څه کم 30 کيلوميټره سويل اړخ ته پروت دی.
طالبانو ظريفې ته دړکې ورکړې چې خپله دنده پرېږدي خو هغه په ډاکومينټري کې ښودل کيږي چې د ټولنې د زور دباو، سياسي او ذاتي دړکو باوجود هيڅ پروا نه کوي او خپله دنده تر سره کوي.
خو په کال 2021 کې چې طالبانو واک ونيولو نو د اوښکو او سلګو سره يې وطن پرېښود او د افغانستان نه وتښتېدله.
په کال 2020 کې غفاري د امريکا د خارجه چارو په وزارت کې ګډونوالو ته وايي ريښتيا دا دي چې هغه اتله نه ده بلکې فقط د ميدان ښار ښارواله ده. غفاري دغې غونډې ته رابلل شوې وه چې پکې ورته د مېلانيا ټرمپ په لاس د زړورې ښځې جايزه ورکړي.
په ډاکومينټري کې ښودل شوي چې د طالبانو په يو بريد کې هغه بچ پاتې کيږي چې په نومبر کال 2020 کې پرې شوی و او د طالبانو قاتلان د هغې پلار د خپل کور مخ ته وژني. هغه د افغان ملي اردو پخوانی افسر و.
جرمني ته د وتلو څه کم شپږ مياشتې وروستو غفاري په فيبرورۍ کال 2022 کې بيرته افغانستان ته په دې غرض لاړه چې وګوري د طالبانو په واک کې د افغان ښځوً ژوند څنګه تېريږي.
تېره اوونۍ په جرمني کې د خپل کور نه هغې وي او ای ته ويلي “حالات ورځ تر بله خرابيږي. دردونکی حالت دی داسې ښکاري چې سلو بې تعليمه خلکو د دوه زره خلکو کلی په ولقه کې اخستلی وي”.
طالبانو د ښځو د حقونو په اړه شوې لاس ته راوړنې په شا تمبولي، د ثانوي سکول د جينکو په زدکړو بندېز دی او ښځو ته هيڅ سياسي ازادي او نمايندګي نشته.
تېره اوونۍ طالبانو پارکونو ته د ښځو په تلو بندېز لګولی، د ښځو په لوبو بندېز دی او طالبان دليل دا ورکوي ځکه يې بندېزونه لګولي چې ښځې د اسلامي حجاب خيال نه ساتي.
تل پاتې بدلون د افغانستان دننه راوړل پکار دی
سره د دې چې د بشري حقونو د تنظيمونو او په لويه کچه د افغان ښځو د حقونو د ورکولو غوښتنې کيږي خو طالبان پرې غوږ نه ګروي او په دوامداره توګه داسې پاليسيانې جوړوي چې د ښځو بهر وتل محدود کړي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د پاره خصوصي رپورټ ليکونکي رچرډ بېنېټ په اکتوبر کې ويلي وو “ښځې د ټولنيز ژوند نه لرې کړل شوي دي او د هغوی ولسي، سياسي، اقتصادي او کلتوري حقونه د پښو لاندې کيږي”.
هغې د نړيوالې ټولنې د افغانو ښځو د پاره د همدردۍ ستاينه وکړه او ويې ويل يواځې د غرب په سرښارونو کې اواز پورته کول پوره نه دي چې په افغانستان کې تل پاتې بدلون راولي.
غفاري وايي “ريښتونی او تل پاتې بدلون د افغانستان دننه راتلل پکار دی” او زياته يې کړه د طالبانو زور زياتی به يو وار بيا افغانستان خپلمنځي جګړو ته ټېل وهي.
“ د هغې په لاسو کې” ډاکومينټري به په نېټ فليکس د شپارسم نومبر نه ښودل کيږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي