امریکايي قانون سازو د 1.2 ټريلینه پېکج په لګښت کې د هغو افغانانو دپاره د مهاجرت ځانګړې 12,000 اضافي (اې آی وي) ويزې شاملې کړي چا چې د امریکې ملاتړ کړی وو او ياد پروګرام د 2025م پورې غځول شوی دی.
د دوی دپاره غږ پورته کوونکو د دغه اقدام هر کلی کړی خو ویلي يې دي دوی د 20,000 غوښتنه کړې وه.
د امریکې صدر جوبايډن د اوږدې مودې د ځنډ سره مخ قانون مسوده د خالي- شنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې لاسليک کړې ده چې کانګرس یې منظوري ورکړې ده.
په نړیواله کچه د کډوالو ځای کولو ادارې مشر کرش اومارا وينګناراجاهد په يو بيان کې دغه اقدام ته د ډاډ وړ ويلي دي.
اېس آی وي پروګرام ته د کانګرس لخوا اجازه ورکړل شوې او 38,500 ويزې لري، دغه ويزې د په مستقله توګه د پاتې کېدو لاره ده او اخره کې د امريکې شهريت ورکوي يا ترلاسه کوي. د اېس آی وي منظوري او ټول عمل خواوشا درې کاله وخت نيسي، خو د کډوالو دپاره يې موده پينځه کالو ته رسي. خواستونه یې د امریکې څخه د باندې نه کيږي.
د ريپبلکن استازي او په اېوان کې د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر مايکل ميکول ويلي، "د 12,00 اضافي ويزو ورکول هغې ژمنه پوره کول دي چې امريکا ويلي وو د امريکې دپاره کار کوونکي افغانان به اوباسي. "
د بايډن انتظامیې او د سېنېټ ريپبلکن استازو د 20,000 اېس آی وي ويزو غوښتنه کړې وه.
په امریکا کې د افغان کډوالو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې مشر شان وانډيور ویلي، "دا ويزې زمونږ د جنګ د وخت اتحاديانو دپاره ضروري وې چې په امریکا کې اباد شي او دا پروګارم دوامداره وساتل شي".
امریکا او اتحادیان یې خواوشا د 20 کلنۍ جګړې وروسته په اګست 2021م کې د افغانستان څخه وتلي، د کابل نه یې د وتلو په مهال خواوشا 130,000 کسان ويستلي، خواوشا 85,000 افغانان امریکا ته رسېدلي او هلته اباد شوي دي.
وانډيور ويلي، "د افغانانو د ساتنې او په ځای کولو قوانينو کې اوس هم کار پاتې دی چې دوی په مستقله توګه دغلته پاتې شي".
هغه زیاته کړې، "دا ويزې به زمونږ د افغان اتحاديانو دپاره پوره نه وي خو څه اساني به ورسره جوړه شي او دا څرګندونه کوي چې زمونږ په اوږده جګړه کې همکاران مونږ شاته پرې نه ښوده".
د افغانانو دپاره کار کوونکو ویلي، د هغو افغانانو د ساتنې دپاره دې کار دوامداره وساتل شي څوک چې په امريکا کې پناه غواړي.
Forum