لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره مذاکرات به راروانو ورځو کې پیل کیږي: امریکايي سټېټ ډیپارټمنټ


Taliban office in Doha
Taliban office in Doha
د امریکا خارجه دفتر ویلي امکان دی په دوها کې به د طالبانو سره خبری اتری په راروانو ورځو کې پېل کیږي.
د قطر په سر ښار دوها کې د افغان طالبانو د نمایندګانو او سترو امریکاېي چارواکو تر مینځه خبری اتری د زیارت په ورځ شورو کیدی خو د افغانستان صدر حامد کرزۍ د ځنو اعتراضونو وروستو دغه خبری بیرته ځنډیدلي دي.
افغان حکومت په دې خبره معترض دی چې طالبانو قطر کې په خپل دفتر پورته کړی شوي سپین بیرغ د اسلامي امارت نوم استعمال کړی دی، چې افغانان ترې دا تاثر اخلي چې گنې طالبان د هیواد قانوني واکمن دي.
د سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې ویلې د قطر د خارجه وزارت په مداخلت د طالبانو د دفتر په بیرغ اوس د اسلامي امارت په ځائې د افغان طالبانو سیاسي دفتر لیکل شوي دي
د امریکا خارجه دفتر ویاندی جين پساکي د زیارت په ورځ ویلي وو د قطر خبری اتری مهمې دي ځکه امریکا ګنړي دغه خبری اتری د افغانستان د شخړی یو غوره او سیاسي حل دی.
میرمن پساکي منلی امریکا به د طالبانو سره په یو شمیر مسلو خبری اتری کوي چې پکې د طالبانو لخوا تشدد او ترهګري پریښودل شامل دي. د امریکا خارجه سیکترجان کیري د دوها په سفر روان شوی خو د خارجه دفتر ویاندی ویلي جان کیري د طالبانو سره د ملاقات څه پلان نه لري او ښاغلی کیري به په دوها کې اول د شام په اړه یوه غونډه کې ګډون کوي.
تیره ورځ د سټیټ ډپارټمنټ چارواکې ویلي وو طالبانو سره د امن ممکنه مذاکرات د ناکامۍ نه بچ کولو په خاطر جان کیرې به قطر کې د خپلو اتحادیانو سره صلاح مشوره کوي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

په عین حال کې طالبانو سره د امن مزاکرات او د افغانستان سره د دوه اړخیزامنیت په موضوع صلاح مشوره په خپل ډگر ساتلو په لړ کې جان کیرې په تیر یو شوه روز د افغان صدر حامد کرزۍ سره دوه وارې خبرې اترې کړې دي.
د افغان صدر ترجمان ایمل فیضي ویلې قطر ته د امن شورا د استازو لیږلو او امریکې سره ځنډیلې د امنیت په موض دوه اړخیزه خبرو اترو باندې د افغان حکومت په دریز کې څه تبدیلې نه ده راغلې.
د نهې په ورځ کله چې د امریکې لخوا طالبانو سره د مزاکراتو اعلان وشونو په رد عمل کې حامد کرزۍ امریکې سره د امنیت په موضوع خبرې اترې وځنډولې.
که څه هم مبصرین وايي افغانستان کې د مفاهمت هدف په یوه شپه کې نشې ترلاسه کیدی خو د مسلې د حل د مذاکراتو پرته بله کومه لار نشته.
د کابل یونیورسټۍ د سیاسیاتو استاز ودیر صافې وايي افغانان د جنگونو نه پوزې ته راغلې دي او امن غواړي او که کرزی او که طالبان د پس او پیش نه کار اخلي نو د دواړو لپاره به حالات نور هم خراب شي.
طالبانو د کرزۍ حکومت سره د مزاکراتو نه تر دا وخت ډډه کړې ده او افغان حکومت هم د دوي په منفي کیدو نیغ په نیغه د امریکې او د طالبانو ترمنځ په خبرو تنقید کړی دی.
پاکستان چې د طالبانو سره يي نزدې تعلقات گڼلی کیږي، افغانستان کې د امن په عمل کې یواهم لوبغاړی دی.
د افغانستان خارجه وزارت یو بیان کې ویلې پاکستان ځنې طالب مشرانو ته پناه ورکړې ده او ځنې طالبان زندانونو ته اچوي چې په اشاره دا وینا ده چې پاکستان هاغه طالبان نیسې چې د افغان حکومت سره رابطه کوي. افغان وزارت پاکستان کې د نیول شوو طالبانود ازادولو غوښتنه ووکړه.
خو د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان اعزاز چودهري وايي اسلام اباد د افغانستان د سولي د عمل ملاتړ کوي.
اعزاز چودهري وايي پاکستان افغانستان کې د مفاهمت عمل ته اسانتیاوي برابر کړې دي او د پاکستان دا دریز دی چې افغانستان کې د امن لپاره ټولو اړونده ډلو سره په شریکه کار ووکړی شي او هفاهمت ددې کوششونو مرکزي ټکې دی.
قطر کې د امریکې او طالبانو د مزاکراتو یوه برخه د طرفینو په منځ کې د قیدیانو تبادله هم شامله ده. طالبانو امکان څرگند کړی چې که ددوی په گوانټانامو کې قید پنځه مشران اداز کړی شول نو په بدل کې به دوي د خپل بند نه دامریکې پوځي باؤ برگډال ازاد کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG