د کال ٢٠٠١ د نومبر په میاشت کې کله چې امریکايي او افغان ځواکونه کابل ته داخل شول نو خلکو یې داسې هرکلی وکړو لکه چې دوی ته یې ازادي ورکړې وي. خو ١٧ کاله وروسته، طالبانو قریباً نیمايي هېواد نیولی، د امن او امان صورتحال د وړاندې هر خت نه زیات خراب دی او زیاتره افغانان دې وضعیت ذمه واري په امریکایانو اچوي.
دا د افغانستان په اړه د امریکايي خبري ادارې اېسوسي اېټډ پرېس څېړنه ده چې د ادارې خبریالې کېتي گېنن لیکلي. مېرمن گېنن د ډیرې مودې راهسې د افغانستان، پاکستان او د سیمې په حالاتو خبرونه لیکي. هغې د "ايي فار انفېډل: فرام هولي وار ټو هولي ټېرر ان افغانستان" په عنوان کتاب هم لیکلی دی. د کتاب د عنوان مطلب دی په افغانستان کې د مقدس جنگ نه تر د مقدسې ترهگرۍ پورې.
د ای پي په رپورټ کې د افغان حکومت دریځ نه ښکاري او په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې افغان او یا هم امریکايي مامورین به په دې اړه څه وايي.
پورټ وايی امریکې د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنگ کې ٢۴٠٠ عسکر دلاسه ورکړې دي، د ٩٠٠ ارب ډالرو نه یې زیاتې پېسې په افغانستان کې د سړکونو، پلونو او بجلي گرونو په جوړولو لگولې دي. د امریکې دریو صدرانو، جارج بش، براک اوباما او د موجوده وخت صدر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د خپلو عسکرو د راویستلو دلارې او یا د طالبانو گوښه کولو دلارې د امن پرځای کولو ژمنې کړې او تېر کال یې په افغانستان کې د خپل وسله تون تر ټولو دروند بم هم استعمال کړو.
خو ای پي وايي دې ټولو چارو هیڅ هم کار نه دی کړی. او د کلونو د مایوسۍ وروسته، په افغانستان کې گنگوسو ځای موندلی دی چې پکې دا گنگوسه هم ده چې امریکایان په حادثاتي توگه په افغانستان کې په جنگ نه دي ښکیل شوي بلکې د دې دپاره یې د ډیر وخت راهسې د جنگ منصوبه سازي کوله.
محمد اسماعیل قاسمیار د افغانستان د سولي عالي شورا غړی دی په دې خبره حیرانتیا څرگندوي چې امریکايي او نیټو د ځواکونو د زرگونو افغان عسکرو ترڅنگ طالبانو ته ولې ماتی ورنکړی شو؟ اي پي وايي قاسمیار وايي یا خو امریکایانو طالبانو ته ماتی نه ورکول غوښتل او یا یې دا د وس کار نه و. هغه وايي امریکا او اتحادي پاکستان قصداً په افغانستان کې اړې گړي ته لمن وهلي ده چې دا رنگ په روس، ایران او چین د نظر ساتلو دپاره په افغانستان کې ځواکونه پرځای کړي.
محمد اسماعیل قاسمیار ای پي ته وویل "دوی (امریکایانو) زمونږ دپاره جنت نا دوزخ جوړ کړی دی."
ای پي وايی په افغانستان کې گنگوسو یا سازشي خبرو ځای نیولی دی. تېره میاشت د کندهار د پولیس مشر جنرل عبدالرازق د وژل کېدو ورسته په سوشل میډیا تصویرونه او خبرې خپرېدې چې هغه د امریکې د سارش په نتیجه کې وژل شوی دی او د ای پي رپورټ وايي په ورستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د دننه حملو په انټرنیټ ستاینه کیږي. دا هغه حملې وي چې د افغان امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې مسلح تن په د نېټو او امریکايي ځواکونو په خپلو همکارانو ټوپک راواړوي.
د افغانستان پخواني صدر ای پي ته پوه ورستۍ مرکه کې وویل په کال ٢٠٠١ کې افغانانو د امریکې او د نړیوالې ټولنې د زړه د اخلاصه هرکلی وکړو. ښاغلي کرزي وویل څو کاله حالات سم روان وو "خو یا مونږ ولیدل چې یا خو امریکې خپله لاره بدله کړه او یا د افغان ولس نظر او د افغانانو حالات د پامه وغورځول."
ای پي وايي حامد کرزی په افغانستان کې د دوامدارې جگړې پړه د امریکایانو په دې ناکامۍ اچوي چې په پاکستان کې یې د وسله والو پناه ځایونه نه دي ختم کړي، د افغانانو په کورونو او کلیو بمبارۍ کیږي او په چاپو کې افغانان نیول کیږی.
نور خلک د حالاتو ذمه واري په حکومت کې په اداري فساد اچوي. د کابل په پخوانۍ برخه کې خواري کښ حاجي اکرم ای پي ته وویل "هغه ټولې پېسې چې دسې ملک ته راغلې دي هغه په قدرت کې خلکو ترلاسه کړې دي. غریبو خلکو هېڅ هم نه دې ترلاسه کړي."
ای پي وايي حاجي اکرم مزدورۍ کې د ورځې څلور ډالر گټي او هم په دغه پېسو خپله کورنۍ پالي."خارجیان حالات بهتر کوي نه. دوی ته تلل پکار دي."
ای پي وايي یوازې افغانان نه بلکې په افغانستان کې د امریکې د بیاروغنې سر څارنوال په افغانستان کې د امریکې د هلو ځلو سخت نقاد دی. تېره میاشت د امریکې په اوهایو ریاست کې خپله وینا کې جان ساپکو وویل امریکې په افغانستان کې ١٣٢ ارب ډالر مصرف کړې دي چې د دویم نړيوال جنگ وروسته د یورپ په بیا روغنې د لگول شویو پېسو نه زیاتې دي. ددې نه علاوه ٧٥٠ ارب ډالر په پوځي عملیات مصرف شوې دي او واشنگټن افغانستان ته هرکال د څلور ارب ډالرو ورکولو ژمنه کړې ده.
ای پي خپل رپورټ کې پوښتنه کوي چې د امریکې د دې ټولو کوښښونو نتیجه څه ده؟
رپورټ کې د دغه پوښتنې جواب د جان ساپکو په دې قول ورکړی شوی دی چې "د امریکې او د ائتلاف د ١٧ کلونو د کوښښونو او د مالي سخاوت باوجود افغانستان اوس هم د نړۍ په غریبو، کم تعلیم یافته او د اداري فساد نه ډک هېوادونو شامل دی." جان ساپکو وویل افغانستان د نړۍ تر ټولو پرتشدد هېواد دی.
حمیدالله نصرت د کابل دریاب په غاړه ټوکران یا رخت خرڅوي. طالبانو یې د فوټوگرافۍ دوکان بند کړی. نصرت د طالبانو د واک د نسکوریدو هرکلی کړی و وايي د طالبانو د تگ وروسته د حالاتو د ښه کېدو امید کوولو خو اوس ورځ په ورځ حالات نور خرابیږي. "دا څه رنگ کیدی شي چې د امریکې غوندې سپر پاور (نړیوال قوت) د طالبانو مخه نشي نیولی. هر افغان دا پوښتنه کوي."
امریکې او نېټو په کال ٢٠١۴ کې په رسمي توگه خپل جنگي فعالیتونه تړلې دي. د دې وروسته، طالبانو شا او خوا هره ورځ په کلي والو سیمو کې په امنیتي پوسټونو او په ښارونو کې حملې کړې دي. حکومت د مرگ ژوبلې شمېرې په شائع کولو پابندي لگولې ده او دا یې خفیه معلومات ټاکلې دي او د داعش سره تړلې ډلې په افغانستان په شیعه گانو درنې حملې کړې دي.
هغه افغانان چې د جنگ په سر خطونو یې کې په ورستۍ موده کې خدمات ترسره کړې دي وايی خراب الات ورکړی کیږی او کومک ورته د ځنډ سره مخاخ کیږی او کله خو ورته ور نکړی شي.
تمیم درویش پنځه کاله په هلمند کې په پوځ کې خدمات ترسره کړل او یو ځل چې په رخصتۍ شو نو بیرته ورنغلو. پو کې د میاشت ١٨٠ ډالر معاش یې پرېښودو او د هرې ورځ مزدوری کوی. هغه وویل د عسکور مورال یا حوصله ټیټه ده او گڼ شمیر عسکر د طالبانو سره همدردي لري.
جواد محمدي په امینتي ځواکونو کې اووه کاله خدمات ترسره کړې دي . په کال ٢٠١٥ کې یې په چاودنه کې د پښو پرېکېدو وروسته بې کاره شو. هغه وویل پښې یې ځکه بېللي چې د ځمکني بمونو د پاکونو دپاره چې کومه الا ورکړی شوې وه هغه ناکاره وه او ښخ بمونه یې نشول معلوولی.
د ای پي په رپورټ کې د افغان حکومت دریځ نشته او په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې افغان مامورین به د رپورټ په اړه څه وايي