لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مارک اېسپر: امریکا به د خپل مشن پوره کولو پورې په افغانستان شتون لري


مارک اېسپر ووېل ترڅو امریکا دغه هدف ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به امریکايي ځواکونه موجود وي. "ترڅو مونږ دا یقین وه نشي چې دغه مشن مکمل شوی دی نو مونږ به د دغه مشن دپاره خپل شتون ساتو."
مارک اېسپر ووېل ترڅو امریکا دغه هدف ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به امریکايي ځواکونه موجود وي. "ترڅو مونږ دا یقین وه نشي چې دغه مشن مکمل شوی دی نو مونږ به د دغه مشن دپاره خپل شتون ساتو."

د افغانستان طالبانو ویلي ترڅو امریکې د افغانستان څخه په مکمله توگه د خارجي ځواکونود ویستلو لوظنامه نه وي لاس لیک کړي دوی به په بین الافغاني مذکراتو کې گډون نه کوي خو د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي ترڅو امریکې په افغانستان کې خپل مشن سر ته نه وي رسولی په افغانستان کې به یې ځواکونو موجود وي.

مارک اېسپر د امریکې دفاع وزارت، پېنټگان کې د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وویل "مونږ په افغانستان کې یو مشن لرو، هغه دا یقیني کول دي چې (افغانستان) بیا د ترهگرو پناه ځای جوړ نشي."

مارک اېسپر ووېل ترڅو امریکا دغه هدف ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به امریکايي ځواکونه موجود وي. "ترڅو مونږ دا یقین وه نشي چې دغه مشن مکمل شوی دی نو مونږ به د دغه مشن دپاره خپل شتون ساتو."

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د جمعې په ورځ په ټوېټر پیغام کې وویل "بین الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلیږي چې د امریکاسره د ټولو خارجي عسکرو د وتلو توافقنامه لاسلیک شي."

طالب ترجمان وویل پکار ده چې په بین الافغاني خبرو کې د افغان ټولنې ټولې نمایندگي وشي."په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول افغان جهتونه شامل وي، دا زمونږ موقف دی او وخت په وخت مو مطبوعاتو ته ویلی."

طالب ترجمان د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه څرگندونې په داسې حال کې کړې دي د افغانستان د صدر نایب ترجمان سرور دانش ویلي په افغانستان کې د امن دپاره د سیمې هېدوادونو او په نړیواله کچه کوښښونه شروع شوي او افغان حکومت یېه هرکلی کوي.

په کابل کې د جمعې په ورځ د طالب علمانو یوې غونډې ته سرور دانش وویل چې طالبان د سولې په روانو کوښښونو باورنه لري او د افغان حکومت او ملاتړوته یې د زیان رسولو، هدفي وژنو او په بې ګناه ولسي خلکو بریدونو یې دوام ورکړی دی.

د دریو میاشتو د ځنډ وروسته امریکې دا میاشت د طالبانو سره د خبرو لړۍ بیا شروع کړه. خو د کابل په شمال کې د باگرام هوايي مرکز سره نژدې د حملې وروسته دغه خبرې بیا ودرېدلي دي.

د حملې وروسته، په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد چې طالبانو سره خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي په ټوېټر وویل "نن مې له طالبانو سره د ملاقات په ترڅ کې پر بګرام د پروني برید په اړه، چې په بې پروا ډول یې دوه کسه ووژل او لسګونه ملکيان یې ټپیان کړل، سخته غوسه څرګنده کړه.‌"

زلمي خلیلزاد هم د دغه ټویټ په دویمه برخه کې وویل "موږ لنډه وقفه اخلو تر څو دوي له خپل مشرتابه سره د دې مهمې موضوع په اړه سلا مشوره وکړي."

د دې هفتې په شروع کې خلیلزاد په افغانستان د خبرو دپاره د پاکستان او افغانستان سفرونه وکړل او په کابل کې یې د افغان صدر اشرف غني ترڅنگ د افغان ټولنې د نمایندگانو سره ولیدل.

د افغانستان سفر سر ته د رسولو وروسته زلمي خلیلزاد په ټوېټر وویل "موږ #د-"افغانستان-د-سولې-د-بهیر یو مهم پړاو ته نږدې کیږو. کابل کې مې دوه ورځنۍ سلامشورې بشپړې کړې. ګټور سفر و."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG