لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خاجه وزیر به د نېټو مشرانو سره د افغان امن په موضوع خبرې کوي 


صدر اشرف غني د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل چې ښاغلي بلېنکن سره یې د صدر جوبایډن سره په ټېلې فون د کېدوونکې مکالمې په اړه هم خبرې وکړې
صدر اشرف غني د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل چې ښاغلي بلېنکن سره یې د صدر جوبایډن سره په ټېلې فون د کېدوونکې مکالمې په اړه هم خبرې وکړې

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن به په برسلز کې د نېټو همکارانو سره د افغانستان په موضوَ خبرې کوي او په ټېلې فون یې د افغان صدر اشرف غني سره په افغان امن او په ترکي کې د افغانستان په اړه د کېدونکي غونډې په اړه خبرې کړي دي.

صدر اشرف غني د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل چې ښاغلي بلېنکن سره یې د صدر جوبایډن سره په ټېلې فون د کېدوونکې مکالمې په اړه هم خبرې وکړې.

امریکايي مامورین د خپلو اتحادیانو سره د افغانستان په اړه خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکايي صدر جوبایډن ویلي چې د می د لومړۍ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وېستل په مشکل وي.

د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د سږ کال د می د میاشت نېټه د امریکې او طالبانو د سولې په معاهده کې ټاکل شوي ده چې فریقېنو تېر کال لاس لېک کړې.

د امریکې او طالبانو د معاهدې باوجود افغان مامورین وايي په افغانستان کې د تشدد کچه نه ده تیټه شوي د دې باوجود چې افغان مامورین په طالبان د اوربندولو غږ کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ افغان صدر په طالبانو دغه غږ تکرار کړو.

د روژې میاشت د شروع کېدو په مناسبت افغان صدر په خپل پېغام کې وویل: "پر طالبانو بیا غږ کوم چې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنه چې دایمي اوربند دی لبیک ووايي او د ناروا جګړې پر ځای تلپاتې سولې ته، خپل نیت اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړئ."

ښاغلی بلېنکن به په برسلز کې په تېرو دریو هفتو کې یو وارې بیا د نېټو همکارانو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د یورپ او یورېشیا د چارو د دفتر قایم مقام سېکرېټري فلپ ریکر د نوموړي د سفر په اړه خبریالانو ته وویل اېنتني بلېنکن به د نېټو د مشرانو سره د افغانستان او ایران په حالاتو او د یوکرېن د سرحد امنیتي چارو په اړه خبرې اترې کېږي.

فلپ ریکر ویلي چې د افغانستان په اړه دا تازه بحث درې اوونۍ وړاندې د نېټو خارجه وزیرانو سره د پېل شوو ملاقاتونو او خبرو اترو په تسلسل کې کېږي.

فلپ ریکر زیاتوي چې د مارچ په میاشت کې د خارجه وزیر د برسلز سفر مقصد دا وو چې امریکا غوښتل اتحادیان واوري او ورسره مشوره وکړي چې د ژمنو ترڅنګ به امریکا د نېټو سره په شریکه په سم وخت د افغانستان نه وځي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن به هم برسلز کې د خارجه وزیر سره یو ځای کېږي څوک چې د واړندې نه په یورپ کې دی او د یورپي همسیالانو سره ویني.

اېنتني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ په یوه میاشت کې په دویم ځل برسلز ته رسېدلی په خپل ټوېټر یې لیکلي چې د سفر په وخت به د خپلو یورپي اتحادیانو سره په اهمو ترجیحاتو خبرې اترې کوي.

د امریکا د لوړ پوړو چارواکو د نېټو هېوادونو او د اتحادي مشرانو سره د ملاقاتونو دا تازه لړۍ په داسې وخت ګړندۍ شوې ده چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د افغان طالبانو سره د مۍ اولنۍ نېټې پورې د امریکايي ځواکونو اوخکلو نېټه رانزدی ده.

بلخوا د امریکا خارجه او دفاع وزارت، کانګرس او د وايټ هاوس ترڅنګ په امریکا کې د څېړنو ادارو په خپلو وروستیو رپورټونو او بحثونو کې ویلي دي چې طالبانو تر اوسه د القاعده په شمول بهرنیو ترهګرو سره اړیکې نه دي شلولې، افغانستان کې یې تشدد زیات کړی او د دوحې لوظنامې په مطابق بین الافغاني خبرو کې یې هم پرمختیا نه ده ښودلی، که په داسې حالاتو کې امریکا او اتحادیان له افغانستان نه په مکمله توګه وځي نو افغانستان به یو وارې بیا د ترهګرو مرکز جوړ شي او افغانستان کې به ټولې لاس ته راوړنې وبایلي.

طالبان وايي د امریکې سره د معاهدې پابندي کوي او امریکا باید د لوظ سره سم د افغانستان نه ځواکونه وباسي.

په ترکي کې د افغانستان په موضوع کېدونکي غونډې په اړه مامورین وايي هدف یې د ځنډ ښکار بېن الافغان مذاکراتو ته تحریک ورکول دي.

افغان حکومت ویلي د ترکي په غونډه کې به شرکت کوي خو طالبان وايي لا یې فېصله نه ده کړې چې په دغه ناسته کې به ګډون کوي او که نا؟

د صدر جوباېډن د انتظاميي اعلا چارواکو د خپلو اتحادیانو سره په خاصا توګه د افغانستان حالاتو په اړه ملاقاتونه په داسې وخت زیات کړي دي چې په ماسکو کې هم په ورستیو ورځو کې د افغان سولې په اړه ناسته شوې وه او روس وايي اراده لري چې دغه شان بله غونډه په ماسکو کې وکړي.

اېنتني بلېنکن به د ایران او امریکا ترمنځ د اېټمي لوظنامې په اړه پېل شویو هغه خبرو ته هم دوام وکړي چې تېره اوونۍ د یورپي یونین په مرسته پېل شوي چې مقصد یې امریکا او ایران بېرته اېټمي لوظنامې ته رواستل دي.

د امریکا د خارجه وزارت د یورپ او د یورېشیا د چارو لپاره لوړ رتبه چارواکي ویلي دي چې خارجه وزیر به د نېټو او یورپي اتحادیانو سره د یوکرېن په سرحد د روس لخوا جوړ شوي تاو تریخوالي باندې هم خبرې اترې کوي

د روس لخوا د یوکرېن په سرحد باندې د پوځي ځواکونو نقل و حرکت امریکا او یورپي اتحادیان اندېښمن کړي دي.

اېنتني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د نېټو اتحاد مشر جنز سټالټن برګ سره د خبرو په وخت ویلي باید روس د یوکرېن سره په پوله د پوځونو زیاتېدل ودروي ځکه چې دا یو خطرناک پوځي زیاتونه ده.

د ګل دوشنبې په ورځ ویلي دي خوشاله دی چې یو وارې بیا د برسلز سفر کوي.

هغه ویلي امریکا دې ته ژمن ده چې په خاصا توګه د نېټو او یورپي اتحادیانو سره اړیکې بیا فعاله کړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG