لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په افغانستان کې د موقتي حکومت په اړه امریکايي مسوده افغان فریقېنو ته ورکړی شوي


اېنتني بلېنکن د افغان صدر اشرف غني په نوم خپل خط کې هم د امریکايي مسودې ‌ذکر کړی دی
اېنتني بلېنکن د افغان صدر اشرف غني په نوم خپل خط کې هم د امریکايي مسودې ‌ذکر کړی دی

واشنګټن د افغانستان په جنګ کې ښکېلو فریقېنو ته د اتوو ټکو د امن معاهدې یوه مسوده وړاندې کړې ده چې اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د افغان امن په بهیر کې ځنډ او په افغانستان کې د تشدد زیاتوالي امریکا اندېښمنه کړې ده.

ای پي وايي په امریکايي مسوده کې په افغانستان کې د موقتي حکومت، ډزبندۍ، د ریښتیا او د مفاهمت د شورا جوړولو او په افغانستان کې د ګاودنډیانو د مداخلت مخنیوي دپاره تجویزونه ورکړی شوي دي.

افغان سرچینو ای پي ته ویلي چې د امن د مسودې په اړه امریکې افغانانو ته په اینده هفتو کې ترکي ته د راتګ خبره هم کړې ده.

ای پي وايي د مجوزه امن معاهدې مسوده یې د ګل، دوشنبې، په ورځ ترلاسه کړه او پکې د ډزبندۍ، د ډزبندۍ د عملي کولو، د مېرمنو، ماشومانو او د اقلیتونو د حقوقونو تحفظ او د ريښتیاو او د مفاهمت شورا یا ټرووت اېڼد ريکنسېلیېشن کمېشن جوړولو په باره کې تجویزونه شامل دي.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس د افغان امن معاهدې د مسودې تصدیق ونکړو او ویې وېل "زمونږ د سفارتي کوښښونو دپاره دا اکثر ضروري وي چې دا (کوښښونه) په خفیه توګه ترسره شي."

د طالبانو ترجمان محمد نعیم وویل د سولې د معاهدې مسوده یې ترلاسه کړې ده او کتنه یې کوي.

ای پي وايي افغان صدر اشرف غني خو نه د امریکايي مسودې او نه هم د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د خط په اړه څه ويلي دي.

بلېنکن په خپل خط کې ویلي چې امریکا د افغان امن په خبرو کې پرمختګ لیدل غواړي او د سولې د معاهدې د مسودې ذکر یې هم وکړو چې پکې د موقتي حکومت تجویز خبره هم ده. ای پي وايي صدر اشرف غني د موقتي حکومت مخالفت کوي او په خپلو ورستي تقریرونو کې ویلي تر څو هغه ژوندی وي موقتي حکومت به نه جوړېږي.

لومړي افغان نایب صدر امرالله صالح ویلي صدر اشرف غني د بلېنکن خط ترلاسه کړی دی خو د سولې په اړه به د افغان حکومت دریځ بدل نه کړي. هغه وویل اشرف غني به د اېنتني بلېنکن مشورې وه نه مني.

امرالله صالح وویل نه خو د بلېنکن د خط په اړه تشویش لري او نه یې هم د دوی دریځ بدل کړی دی. هغه د امریکې د مرستې شکریه ادا کړه خو ویې وېل د امریکې حکم به نه اخلي. "مونږ به په افتخارامن کوو… خو تپل شوی امن نا."

ای پي وايي مخالفین په اشرف غني الزام پورې کوي چې په هیڅ قیمت حکومت نه پرېښودل غواړي.

فوزیه کوفي په هغو څلورو مېرمنو کې شامله ده چې د قطر په بېن الافغان مذاکراتو کې یې شرکت کړی وايي د می د لومړۍ نېټې پورې په تادۍ کې د امریکايي ځواکونو وتل به انتشار پېدا کړي. هغې د دې خبرې تصدیق وکړو چې ټولو فریقېنو دامریکې مجوزه معاهدې مسوده ترلاسه کړې ده. د ای پي سره د قطر نه د ټېلې فون دلارې مرکه کې مېرمن کوفي وویل د دې خبرې احترام دې وشي چې افغانان د سولې د کوښښونو مشري او ملکیت ولري.

د بلېنکن په خط کې وېل شوي چې د ۹۰ ورځو دپاره دې په تشدد کې کمی وکړی شي او د امریکايي مسودې ترمخه په بیا مستقل ډز بندي وشي.

د مجوزه معاهدې د لاس لیک څو ګنټې دننه به د دواړه فریقېن جنګ ودروي، طالبان د ګاوڼدې ملکونو نه ټول (نظامیان) عسکر او عسکري جوړښتونه ختم کړي. ای پي وايي دا پاکستان ته اشاره ده چې په موجوده وخت کې پکې د طالبانو مشران مېشته دي.

په امریکايي مسوده کې د یو خپلواکه کمېشن یا شورا د جوړولو تجویز هم دی چې د ډزبندې څارنه به کوي چې خلاف ورزي خو یې نه کېږي.

ای پي وايي د مسودې په سر کې لیکل شوي چې د دې هدف د مذاکراتو شروع کول دي او دا چې دغه مسوده د ټولو افغانانو د فکرونو او ترجیحاتو مجموعه ده.

په مسوده کې د هر چا د حق د تحفظ، شفافیت، د اداري فساد او د نشۍ توکو خلاف د هلو ځلو ضمانت ورکړی شوی دی او پکې د افغانستان د ګاونډیانو نه ضمانتونه غوښتل شوي په هېواد کې به مداخلت نه کوي او د افغانستان نه دا ضمانت غوښتل شوی چې خاوره به یې په بل چا د حملې او یا د مداخلې دپاره نه استعمالېږي.

په امریکايي مسوده کې د "امن حکومت" د جوړولو تجویز شوی دی چې د نوی ایین د لیکلو سرپرستي او د سم لاسي وروسته به د انتخاباتو انعقاد کوي.

په مسوده کې وېل شوي چې افغانستان به یو قومي حکومت لري او متوازي حکومتونه او ملېشې به نه وي. ای پي وايي د دې مطلب به د طالب وسله والو او په کابل کې د حکومت پلوه مختلفو ملېشو خاتمه وي.

د افغان حکومت پخوانی مشیر طارق فرهادي د امریکايي مسودې په باره کې وايي دا په افغانستان کې د امن نوي نوي موقع مهیا کوي او د اسلام او په ریاست کې د اسلام د کردار په اړه د خبرو دپاره طالبان د جنګ مېدان نه د مذاکراتو میز ته راولي خو طالبانو ته ټول اختیار نه ورکوي.

ښاغلي فرهادي ای پي ته وویل افغانستان یو ناکامه ریاست جوړېدو ته نژدې شوی دی او که چېرې یو سیاسي انتظام په ځای نه کړی شي او خارجي ځواکونه ووځی نو افغانستان به دغې درجې ته ورسېږي. "دا د افغانستان حقیقت دی."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG