لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي د امریکې په شکاگو ښار کې د افغانستان نه زیاتې وژنې کېږي


ای پي وايي په افغانستان او شکاگو کې د وژنو په اړه نیغ نیغه څه شمېر شمیرې نشته. د افغانستان ابادي ٣٨ مېلینه ده او شکاگو دوه اشاریه اووه مېلینه ابادي لري. په کال ٢٠١٧ کې په افغانستان کې د ١٠٠٠ کسانو په سر د وژنو شرح اووه اشاریه یو وه چې په کال ٢٠١٨ کې د شکاگو نه ټیټه وه. په دغه کال
ای پي وايي په افغانستان او شکاگو کې د وژنو په اړه نیغ نیغه څه شمېر شمیرې نشته. د افغانستان ابادي ٣٨ مېلینه ده او شکاگو دوه اشاریه اووه مېلینه ابادي لري. په کال ٢٠١٧ کې په افغانستان کې د ١٠٠٠ کسانو په سر د وژنو شرح اووه اشاریه یو وه چې په کال ٢٠١٨ کې د شکاگو نه ټیټه وه. په دغه کال

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د افغانستان د امریکې شکاگو ښار په مقابل کې ډیر زیات پرامنه دی.

خو د امریکې اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د صدر ټرمپ دغه خبره د حقیقت سره سمون نه خوري ځکه چې د ترهگرۍ په لحاظ افغانستان د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې شامل دی.

په افغانستان او شکاگو کې د تشدد په اړه ای پي وايي په افغانستان کې په یوه میاشت کې د تشدد دلاسه چې څومره کسان وژل شوي په شکاگو کې په یو کال کې نه دومره نه دي وژل شوي.

شکاگو د امریکې دریم لوې ښار دی او ای پي وايي صدر ټرمپ شکاگو د یو داسې ښکار په توگه ښکاره کول غواړي چې شهري ادارې پکې سم کار نه کوي. رپورټ وايي په تېرو وختونو کې صدر ټرمپ شکاگو د وار زون یا د مېدان جنگ په نامه هم باد کړی دی.

ای پي وايي په تېرو کلونو کې صدر ټرمپ ویلي چې په شکاگو کې تشدد په نړیواله کچه د امریکې دپاره د شرمندگۍ سبب دی "په ټوله دنیا کې خلک د شکاگو په اړه خبرې کوي. په موازنه کې افغانستان محفوظ ځای دی."

خو ای پي وايي حقایق دا نه څرگندوي چې افغانستان د شکاگو په مقابل کې محفوظ ځای دی.

ای پي وايي په افغانستان او شکاگو کې د وژنو په اړه نیغ نیغه څه شمېر شمیرې نشته. د افغانستان ابادي ٣٨ مېلینه ده او شکاگو دوه اشاریه اووه مېلینه ابادي لري. په کال ٢٠١٧ کې په افغانستان کې د ١٠٠٠ کسانو په سر د وژنو شرح اووه اشاریه یو وه چې په کال ٢٠١٨ کې د شکاگو نه ټیټه وه. په دغه کال کې په شکاگو کې د ١٠٠٠ کسانو په سر د وژنو شرح ٢٠ اشاریه اووه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG