د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت وايي د هغه ملکونو شمیره کمه شوي ده چې د امریکې نه ستانه کړی شوي یا ډیپورټ شوي خپل شهریان بیرته خپل هېواد کې د داخلولو نه انکار کوي.
امریکايي چارواکې وايي د خپلو شهریانو نه انکاري ملکونو د فهرست نه په درځنونو ملکونه لرې کړی شوي دي او په نتیجه کې یې امریکا کې د شا او خوا ١٠٠٠٠ کسانو د ایستلو یا د ډیپورټیشن لاره خلاصه شوي ده.
که څه هم د انکاري هېوادونو سره په دې لړ کې د شوو معاهدو زیاتره معلومات نه دي څرگند افغانستان هم د دغه رنگ ملکونو په فهرست کې شامل دی.
او په کابل کې افغان چارواکي وايي افغانستان د امریکې سره د ډیپورټیشن یا د افغانانو د ستنولو معاهده نه لري.
د افغانستان د ستنیدونکو کډوالو د چارو وزارت مشیر حفیظ احمد میاخیل د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې وي او ای ته وویل په افغانستان کې د دوامداره جنگ دلاسه افغانان هېواد په پرېښودو مجبوریږي نو ځکه دې د افغانانو مرسته وکړی شي.
د افغانستان د خارجه وزارت ترجمان شکیب مستغني ویلي افغانستان د امریکې سره د افغانانو د ستنولو یا د ډیپورټیشن معاهده نه لري.
کوم هیوادونه چې د امریکې نه ډیپورټ یا ستن شوي خپل شهریان بیرته د اخیستلو نه انکار کوي امریکا یې پرضد سفارتي اقدامات کوي او د ویزې پابندۍ پرې لگوي. په دغو هېدوانو کې ایریټیریا، سیریه لیون او کمبوډیا شامل دي.
عراق هم د انکاري هېوادونو په فهرست کې شامل و خو د صدر ټرمپ حکومت بغداد د دغه فهرست نه لري او د ډېپورټیشن په سر یوه مقدمه کې یې عدالت ته وویل چې د امریکې حکومت د عراق سره زباني معاهده کړې ده.
خو د مشینگن ریاست په ډیټرایټ ښار کې یو عدالت په دې سبب د ١۴٠٠ عراقیانو د ایستلو عمل وځنډولو چې زباني معاهده ناکافي ده.