لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: طالبان نشي کولی چې د القاعده سره اړیکې ختمې کړي


حسېن حقاني وویل اهمه او ضروري پوښتنه داده چې دې معاهدې امریکا ته څه ګټه ورکړه؟ هغه وايي حقیقت دا دی چې د طالبانو سره شوي معاهده پخواني ډانلډ ټرمپ د ولسي فشار له وجې کړی وه ځکه چې د کال ۲۰۱۶ په ټاکنو کې ټرمپ وعده کړی وه چې د افغانستان نه به ټول ځواکونه تر مۍ میاشتې پورې اوباسي
حسېن حقاني وویل اهمه او ضروري پوښتنه داده چې دې معاهدې امریکا ته څه ګټه ورکړه؟ هغه وايي حقیقت دا دی چې د طالبانو سره شوي معاهده پخواني ډانلډ ټرمپ د ولسي فشار له وجې کړی وه ځکه چې د کال ۲۰۱۶ په ټاکنو کې ټرمپ وعده کړی وه چې د افغانستان نه به ټول ځواکونه تر مۍ میاشتې پورې اوباسي

د افغانستان د چارو څېړونکي وايي چې القاعده اوس هم د امریکا د پاره خطر دی او افغانستان کې طالبان د القاعده نه ځان نشي بیلولی او که چېرې طالبان بریا مومي نو دا به د القاعده ګټه وي

د امریکې د څېړنو ادارې هډسن انسټیټوټ کې “د افغان سولې عمل، پرمختګ یا خطر “ په موضوع یو بحث کې څېړونکو وویل چې طالبانو د امریکا سره په لوظنامه کې منلې شرطونه نه دي پوره کړي او داسې نه ښکاري چې تر اپرېل تر اخېره پورې به په افغانستان کې تشدد کم شي.

د افغانستان د اینده په موضع بحث په داسې حال کې کېدلو چې د افغانستان په کندز او فاریاب ولایتونو کې په حمله کې ۲۱ حکومت پلوه عسکر ووژل شو. طالبانو په کندز کې د جمعې د ورځې حمله ومنله.

د صدر جوبایډن خارجه وزیر اېنتي بلېنکن ویلي طالبانو سره شوي معاهدې ته به بیا کتنه کوي
د صدر جوبایډن خارجه وزیر اېنتي بلېنکن ویلي طالبانو سره شوي معاهدې ته به بیا کتنه کوي

د انټرنېټ د لارې د هډسن انسټېتیوټ د بحث کوربه په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او په هډسن کې د سویلي او منځنۍ اېشیا د چارو ډاېرېکټر حسېن حقاني و.

په بحث کې د فاونډېشن فار دي ډېفنس اف ډېموکرېسي نومې څېړنې ادارې څېړونکي بل روګیو د امریکا او طالبانو ترمنځه شوې لوظنامه باندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د افغان امن د پاره موجوده هلو ځلو ته د سولې عمل نه دي ویل پکار، دا په نوم یو عمل دی.

بل روګیو وویل چې طالبانو د معاهدې په وخت د افغانستان نه د امریکا او نړیوالو ځواکونو د وتلو په بدل کې د تشدد راکمولو، القاعده سره اړیکو د شلولو او بېن الافغان خبرو ته د کښېناستلو شرطونه منلې وو خو دوی په خپلو وعدو پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

بل روګیو وايي چې په تېر یوکال نیم کې امریکا او افغان ځواکونو په افغانستان د القاعده اهمه غړي وژلي دي او دغې نړیوالې ترهګرې ډلې اوس هم افغانستان نه دی پرېښودی.

په دې موقع حسېن حقاني وویل چې “مونږه وینو چې د نوي صدر جوبایډن راتلو سره د افغانستان نه د معاهدې د لاندې ځواکونو وتلو کار په مزه شوی دی."

د امریکې دفاع وزارت ویلي نوي دفاع وزیر اسټن لایډ صدر اشرف غني سره د سولې په بهیر خبرې کړي
د امریکې دفاع وزارت ویلي نوي دفاع وزیر اسټن لایډ صدر اشرف غني سره د سولې په بهیر خبرې کړي

د امریکانوي انتظامیه وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځه شوې تړون ته بیا کتنه کوي

حسېن حقاني وویل اهمه او ضروري پوښتنه داده چې دې معاهدې امریکا ته څه ګټه ورکړه؟ هغه وايي حقیقت دا دی چې د طالبانو سره شوي معاهده پخواني ډانلډ ټرمپ د ولسي فشار له وجې کړی وه ځکه چې د کال ۲۰۱۶ په ټاکنو کې ټرمپ وعده کړی وه چې د افغانستان نه به ټول ځواکونه تر مۍ میاشتې پورې اوباسي.

خو حقاني وايي دا وخت افغانستان کې تشدد زیات شوی سماجي او حکومتي ذمه وار په هدف کېږي او امریکایانو ته دا ویل به پوره نه وي چې امریکايي پوځونه القاعده پسې لېږلی شوي وو او دغه ډله اوس په افغانستان کې کمزورې کړی شوی ده.

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد وویل چې امریکا کې د جوبایډن د صدر په توګه د راتلو سره د افغانستان د سولې مستقبل په اړه خبرې واضحه کېږي ، طالبانو او افغان حکومت ته چې کوم مساوي حېثیت ورکړی شوی و هغې ته بیا کتنه کېږي.

افغان سفیر زیاته کړه چې وروستي پالېسي بیانونه ښايي ناټو او امریکا جمهوري او خودمختاره افغانستان لیدل غواړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر مامورین وايي طالبان د امریکې سره شوي معاهدې پابندي کوي.

حسین حقاني
حسین حقاني

او د جمعې په ورځ طالبانو په خپله یوه وېب پاڼه خبرداری وکړو که چېر امریکې د طالبانو سره معاهده ماته کړه نو د افغانستان په جنګ کې په شدد راشي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو دغه بیان پس له هغې مخې ته راغلی چې د امریکې د کانګرس یوې ډلې وړاندیز وکړو چې د افغانستان د امریکايي ځواکونو انخلا دې په تشدد کې د کمي سره وتړل شي.

د وي او ای رپورټ وايي د کانګرس ډلې په خپله څېړنه کې وویل د افغانستان نه د ټولو امریکايي او نېټو عسکرو د وتلو سره به خانه جنګي شروع شي، سیمه به بې ثباته شي او القاعده به بیا راژوندۍ شي.

د وي او ای رپورټ وايي طالبانو د جمعې په ورځ په خپله وېب پاڼه شایع شوي تبصره کې دا خبره رد کړه چې د امریکې سره شوي معاهدې پابندي نه کوي. په تبصره کې دا هم وویل شو وویل که چېر د دوحې معاهده ماته کړی شوه نو په نتیجه کې به یې لوی جنګ شروع شي چې د طالبانو په قول "ذمه واري به یې د امریکې په اووږو" وي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG