لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د هلوځلو او د انساني امداد ملاتړ کړی


صدر بایډن
صدر بایډن

د نړۍ د یو شمېر شته منو ملکونو مشرانو سره غونډه کې د امریکې صدر جوبایډن د هغو ګامونو ملاتړ کړی چې د وایټ هاوس به قول د افغانستان د مرستې په لړ کې اخیستل پکار دي چې دا ډول هلته د انساني بحران مخه ونیول شي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي وویل د جي ټوېنټي ملکونو مشرانو سره د نهې، سه شنبې، په ورځ د صدر بایډن انلاین غوڼده د ترهګرۍ په ضد د کوښښونو او افغانستان سره د بشري امداد په اړه د خبرو مثبته موقع وه. د وي او ای د انګریزۍ څانګه وايي د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته د امریکې په شمول د نړیوالو مشرانو دا لومړۍ غونډه وه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د جي ټوېنټي د غونډې وروسته وایټ هاوس په یو بیان کې وویل امریکا به د نړیوالۍ ټولنې سره کار کوي او د سفارتي، بشري او اقتصادي هلو ځلو د لارې به په افغانستان کې د حالاتو مرسته کوي او د افغان ولس ملاتړ به کوي.

افغانستان نه د ستنېدو وروسته امریکايي چارواکو دا هفته په قطر کې د طالبانو سره په لومړي ځل نېغ په نېغه خبرې وکړې خو یو فریق هم نه دي ویلي چې ایا په دغو خبرو کې څه معاهدې شوي دي او که نا؟

جېن ساکي
جېن ساکي

امریکې طالبان نه دي تسلیم کړي خو وايي د افغان ولس سره به طالبانو د شمولیت نه بغیر مرسته کوي.

د نهې، په ورځ د امریکې او یورپین یونین یوې مشترکه ډلې د طالبانو سره په قطر کې ولیدل. د یورپین یونین یوې چارواکې وویل دغه غېر رسمي لیدنه وه او دا معنا نه لري یورپین یونین طالبان تسلیم کړل. په عین حال کې یورپین یونین افغانستان سره د یو اشاریه دوه ارب ډالرو مرستې اعلان وکړو.

د جي توېنټي د غونډې په موقع امریکې افغانستان سره د نوي مالي مرستې اعلان و نکړو او نه یې هم د موجوده مرستو تفصیل وړاندې کړو خو جېن ساکي وویل امریکې تر اوسه پورې افغانستان سره تر ټولو زیاتې مرستې کړي چې د سږ کال مالیت یې 330 مېلین ډالر دي.

جېن ساکي وویل د افغان ولس د مشکلانو کمولو دپاره به امریکا مرستې نورې هم زیاتوي. هغې وویل په نړیواله ټولنه غږ کوي چې دوی دې هم امداد زیات کړي.

د ملګرو ملتونو مشر یا سېکرېټري جنرل اېنتونیو ګوټېرېس د جي ټوېنټي مشرانو ته وویل د افغانستان دپاره دا د "جوړېدو یا د ماتېدو شېبه ده."

ګوټېرېس وویل که چېرې په دې وخت د افغانان مرسته ونکړی شوه نو د هغه په قول نه یوازې افغانان بلکې ټوله دنیا به یې قیمت ادا کوي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه مخکې د افغانستان د حکومتي اخراجاتو 75 فیصد برخه د غېرملکي امداد نه پوره کېدله او اوس نړیوال امداد ځنډول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو رابطه کار دفتر وویل د افغانستان نیمايي ابادي بشري امداد ته اړتیا لري او په دریو کې یو افغان په بېړني ډول د خوراک د کمي سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونېسف ترجمان سلام الجنبي وي او ای ته وویل پکار نه ده چې د افغانستان ماشومان په دې وخت کې یوازې پرېښودل شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د جي ټوېنټي په غونډه کې چین او روس د عدم شرکت په سبب څرګند وو. رپورټ وايي دواړه ملکونه د افغانستان سره پېچیده تعلقات لري او د دې مخالفت کوي چې افغانستان سره مرستې دې شرايطو سره وتړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG