لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 استخباراتي مامورین به د کانګرس غړو ته په افغانستان کې د روس انعامي پروګرام په اړه معلومات ورکوي 


د سي ايي ای مشره جینا هېسپل
د سي ايي ای مشره جینا هېسپل

د امریکې د دوو استخباراتي ادارو مشران به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو د روس مبینه انعامي پروګرام په اړه معلومات ورکوي او څرګندوي به چې په دې لړ کې څه معلوم او کوم اړخونه لا نه دي معلوم.

وایټ هاوس د دې خبرې تصديق کړی دی چې د سي ايي ای مشره جینا هېسپل او او د نېشنل سکیورټي یا د قامي سلامتیه ادارې مشر پال نېکسون به د کانګرس اتوو سینیر غړو د روس مبینه انعامي پروګرام په اړه ورستی حال تیروي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د خبر ترمخه دا به لومړی ځل وي چې د کانګرس غړي به د استخباراتي مامورینو نه نیغ په نیغه د دې رپورټونو په اړه تفصیلات اخلي چې روس په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په سر وسله والو ته انعامونه ورکول.

د دې نه وړاندې به د نېشنل انټلېجسن مشر جان رېټکلېف، د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین او د وایټ هاوس د عملې مشر مارک مېډوز به د کانګرس غړو ته د روسي پروګرام په اړه معلومات ورکول.

دریو واړو چارواکو د کانګرس غړو ته ویلي چې په افغانستان کې د روس د پروګرام په اړه د استخباراتي معلومات تصدیق نه دی شوی چې د دې خبرې دفاع ده چې ولې صدر ډانلډ ټرمپ ته په دې اړه حال نه ورکړی شوی.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل صدر ټرمپ ته د روسي پروګرام په اړه معلومات ځکه پېښ نه کړی شوي چې اړونده حکومتي چارواکي دا باور نه وو چې د روس په اړه د دغه معلوماتو تصدیق شوی دی.

او براین وویل وايټ هاوس د روس خلاف په ممکنه ګامونو غور کوي که چېرې په افغانستان کې د روس په اړه د استخباراتي معلوماتو نور شواهد وموندل شي او تصديق یې وشي. هغه وویل د روس په اړه دا سنجیده الزامات دي او صدر ټرمپ په ضرور ګام پورته کوي او په دې لړ کې د تېرو څو میاشتو راهسې کار جاري دی.

د وایټ هاوس مامورینو د روس خلاف د ممکنه اقداماتو په اړه د څه وېلو نه ډده وکړه.

صدر ټرمپ دا خبره ردوي چې روس په افغانستان کې د امریکايی عسکرو په وژلو د انعامونو پروګرام لرلو. هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ لومړی په ټوېټر او بیا د فاکس بزنس نیوز ټېلې وژن سره مرکه کې وویل د روس د مبینه پروګرام په اړه استخباراتي معلومات د دې کچې نه وو چې باور پرې شوی وی. صدر ټرمپ وویل ګڼ شمېر استخباراتي مامورین ګڼي چې داسې هیڅ نه دي شوي. هغه زیاته کړه چې د هغه په فکر دا یوه ګنګوسه ده چې اخبارونو او د ډیموکریټک ګوند عړو جوړه کړې ده.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه وايي ورستي مطبوعاتي رپورټونه د صدر ټرمپ د خبرو نفي کوي.

رویټرز خبري ادارې د شورو، چهارشنبې په ورځ د امریکايي او یورپي چارواکو له قوله په خپل رپورټ کې وویل په تېرو څو هفتو کې امریکې نور داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې روس د امریکايي عسکرو په وژلو د طالبانو سره تړلو وسله والو ته انعامونه ورکول.

روس او طالبانو د انعامي پروګرام په اړه د رپورټونو تردید کړی دی خو ځینې مطبوعات د طالب سرچینو له قوله وايي د روس پروګرام په حقیقت کې موجود و.

د امریکې برنس اېنسایډر نومې د خبرونو وېب پاڼه وايي په غزني کې د مولانا بغدادي په نوم د طالبانو یو کمانډر ويلي ځینې کمانډرانو په انفرادي توګه د روسي استخباراتو نه پېسې او وسلې ترلاسه کړي دي. د مولانا بغدادي په قول دا مجرمانه ډلې دي چې د مجاهدینو ترڅنګ کار کوي او مجاهدین بدناموي.

د امریکې د ډېلي بیسټ نومې وېب پاڼې ترمخه د طالبانو پخواني ترجمان ملا منان نیازي ویلي د روس انعامي پروګرام به څه غیر معمولي خبره نه وي. هغه وویل د کال ۲۰۱۴ نه راوخلې تر د موجوده وخت پورې روس طالبانو ته په امریکایانو او د داعش خلا ف د حملو په سر پېسې ورکړي.

د امریکې دفاعي او استخباراتي مامورین د ډیر وخت راهسې په افغانستان کې د روس د مداخلت په اړه تشویش لري او وايي روس طالبانو ته وسله او تربیه ورکوي.

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټګان د شورو، چهارشنبې، په ورخ د روس د انعامي پروګرام ذکر خو ونکړو خو ویې وېل چې په افغانستان کې د روس مداخلت زیاتېږي.

د شورو‌، چهارشبنې، په ورځ د امریکې خارجه وزیر مایک پامېپېیو هم په افغانستان کې د روس د کردار خبره وکړه. هغه وویل روس د امریکايي مفاداتو په ضد په افغانستان کې مداخلت کوي، وړه وسله خرڅوي او د تېرو لسو کلونو راهسې یې د امریکایانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG