لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیګار مشر: چارواکو هڅه لرله چې په افغانستان کې د جنګ په اړه دروغ ووايي


Officials Had 'Incentive' to Lie about Afghan War, Inspector General Tells Congress
Officials Had 'Incentive' to Lie about Afghan War, Inspector General Tells Congress

د افغانستان د بیا ودانۍ د څار ادارې (سیګار) چارواکو امریکايي قانون دانانو ته ویلي په افغانستان کې د جګړې په اړه امریکايي پوځي کمانډران دروغو ویلو ته هڅول شوي وو.

دغه خبره د سیګار مشر انسپکټر جان سوکو د امریکايي کانګرس غړو ته تیره ورځ د یوې اورونې په مهال کړي.

یاده اورونه په داسې وخت شوې چې تیره میاشت د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار په خپل یو رپورټ کې دعوه کړې وه چې امریکايي چاروکو د افغانستان جنګ په اړه خپلو خلکو ته دروغ ويلي.

د تیرو دوو لسیزو راهسې روانه د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه جوړه شوې.د اورونې په مهال د کانګرس غړو ویلي چې باېد د دغې جګړې نه زده کړه وشي.

د خارجه اړیکو د کمېټۍ مشر مچل مېک کال د اورونې په مهال ویلي ٫٫ د رابطو کمی، د سرکاري فنډونو غلط استعمال او د افغانانو کمه تربیه په افغانستان کې د تشدد سېوا کیدو سبب ګرځیدلی. دا هر څه د منلو وړ نه دي. ٬٬

د افغانستان په روانه جګړه کې د کال ۲۰۰۱ راهسې نژدې ۲۴۰۰ امریکايي عسکر او کار کونکي وژل شوي او دغه جګړې واشنګټن ته د نژدې یو ټریلین ډالر تاوان رسولی.

د سیګار انسپکټر جنرل د خارجه اړیکو کمېټۍ ته ویلي د افغانستان جګړې په اړه د دروغو ویلو لپاره د پوځي کمانډرانو هڅولو په افغانستان کې امریکايي مفاداتو ته سخت زیان رسولی.

جان سوکو ویلي: ٫٫ تاسو د لنډې مودې د ګټو لپاره د پوځیانو د هڅولو کار پېل کړی وو. تاسو هلته د شپږومیاشتو، نهه میاشتو او یا د یو کال د ګټې لپاره تللي وئ. هم د دغې سره دا رپورټونو راتلل شورو شول. او کله چې تاسو خبریدئ نو صدر د جنګ د کامیابۍ خبره کوله. کومه چې ريښتیا نه وه. زما په فکر دا مسله ده چې ورته پام وشي. یواځې دا نه چې دروغ ویل شوي دا هم چې داسې ولې شوي.٬٬

دغه اورونه یوه میاشت وروسته د هغې شوې کله چې د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار په یو رپورټ کې لیکلي وو چې د امریکا حکومتي چارواکي خلکو ته د افغان جګړې په اړه دا غلط معلومات ورکړي چې ګنې امریکا په افغانستان کې ګټې ترلاسه کړي او دا ریښتیا يې پټول چې دغه جګړه د ګټې نه ده. واشنګټن پوسټ اخبار په خپل دغه رپورټ کې د سېګار یو شمیر اسناد د ثبوتونو په توګه وړاندې کړي وو.

د امریکا پخواني صدر جارج بش په انتظامیه کې د سویلي اسیا لپاره ناېب سېکتر رچرډ باوچر وايي دغه هر څه د قصدا نه دي شوي.

نوموړی وايي: ٫٫ زما په فکر مونږ ټولو هڅه کوله چې په جنګ کې څه روان دي د هغې په اړهریښتیا ووایو. کوم مشکلات چې مونږ ورسره مخامخ وو، او په جنګ ځپلي افغانستان کې حالات سمولو په اړه سمې خبرې وکړو.٬٬

د پوهانو په اړه د افغانستان جګړې لوې مقصد یعنې د القاعدې ختمول ډیر زر ترلاسه شول. خو په افغانستان کې د امریکا دا سټراټیجي چې د تندروۍ مخه ونیسي په دغې کې هغه شان پرمختګ نه دی شوی.

په افغانستان کې پخوانی امریکايي سفیر رچرډ باوچر وايي ٫٫ دا فکر که چرې مونږ افغانستان ته د یو ښه پلان، ښې سټراټیجۍ، د تربیې ښو پروګرامونو سره تللي وی، یو اهل حکومت چې د خلکو مرستې ورسره وی، او په افغانستان کې يې ثپات راوستلی وی. زما په فکر دا د دغه هیواد او خلکو لپاره یو نه عملي کیدونکی پلان وو.٬٬

سره د دومره ناکامیو یو شمیر پوهان ګڼي د افغانستان نه په منډه وتل به لا بدې نتیجې ولري. د څیړنیزې ادارې یو اېس ايي پي یو څیړنکار سکاټ سمت وايي مونږ په یو داسې ځاې ولاړ یو چرته چې مونږ ته معلومه ده چې مونږ د افغانستان نه وتل غواړو. خو مونږ دغه کار د زمه وارۍ سره کول غواړو او د دغې لپاره د سولۍ خبرې اترې ضروري دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه د افغانستان اوږدې جګړې ختمولو لپاره د افغان طالبانو سره د تیر یو کال راهسې د سولې خبرې اترې پېل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG