لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو هغه حمله ومنله چې درې امریکايي عسکر پکې وژل شوي


طالبانو په امریکايي ځواکونو د حملې ذمه واري په داسې حال کې اخېتسې چې استازو یې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد سره د مذاکراتو یو شمېرناستې کړې دي
طالبانو په امریکايي ځواکونو د حملې ذمه واري په داسې حال کې اخېتسې چې استازو یې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد سره د مذاکراتو یو شمېرناستې کړې دي

د افغانستان طالب وسله والو د هېواد په شمال کې د هغې حملې ذمه واري په غاړه واخیسته چې پکې درې امریکايي عسکر وژل شوې دي.

په افغانستان کې مېشته امریکايي ځواکونو د کابل څخه په یو بیان کې وویل د گل، دوشنبې، په ورځ د سړک په غاړه شوي چاودنه کې درې نور عسکر زخمیان هم شول.

د پېښې په لومړو رپورټونو کې وویل شوي وو چې یو غیر پوځي امریکايي کارکونکی هم وژل شوی دی. خو د نهې، سه شنبې، په ورځ امریکايي ځواکونو وویل چې دغه کارکونکی وژل شوی نه دی زخمي دی او په شهریت امریکايي نه افغان دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرل سکاټ ملر د نهې، سه شنبې، د ورځې په خپل بیان کې د وژل شویو عسکرو کورنیو سره غمرازي وکړه او وې یې ویل "زمونږ مشن به دوام لري."

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترجمان د وي او ای انگریزۍ څانگې ته د امریکاعسکرو گزمې سره نژدې په امریکايي ځواکونو موټر بم وچلوول شو.

افغان طالبانو په امریکايي ځواکونو د حملې ذمه واري په غاړه واخیسته.

طالبانو په امریکايي ځواکونو د حملې ذمه واري په داسې حال کې اخېتسې چې استازو یې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد سره د مذاکراتو یو شمېرناستې کړې دي.

تېره میاشت د افغانستان په کندز ولایت کې دوه امریکايي عسکر د طالبانو خلاف عملیاتو کې ووژل شو.

سږ کال په افغانستان کې تر دا مهال اووه امریکايي عسکر وژل شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG