لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرۍ د مخنیوي او د افغانستان نه د ځواکونو د وتلو په اړه پرمختگ شوی، زلمی خلیلزاد وايي


زلمي خلیلزاد په میونخ کې د افغان صدر اشرف غني سره هم ولیدل او په ټوېټر یې وویل د ښاغلي غني سره یې په افغانستان کې د امن دپاره د اینده گامونو او په دې لړ کې د مشاوراتي لوې جرگې او د بین الافغان مذاکراتو په ضرورت خبرې وکړې
زلمي خلیلزاد په میونخ کې د افغان صدر اشرف غني سره هم ولیدل او په ټوېټر یې وویل د ښاغلي غني سره یې په افغانستان کې د امن دپاره د اینده گامونو او په دې لړ کې د مشاوراتي لوې جرگې او د بین الافغان مذاکراتو په ضرورت خبرې وکړې

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي په افغانستان کې د امن په لړ کې د طالبانو سره د مذاکراتو په بهیر کې د ترهگرۍ د مخنیوي او د جنگ ځپلې هېواد څخه د خارجي ځواکونو د انخلا په موضوعاتو پرمختگ شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد دا خبرې د جرمني په میونخ ښار کې د میونخ سکیورټی کانفرنس نومې نړیوالې غونډې په موقع وکړې. په غونډه کې به په افغانستان کې د امن په موضوع خبرې کېږي.

ښاغلي خلیلزاد د طالبانو سره په مذاکراتو کې د پرمختگ خبره د څلورو ټوېټونو یه یوې لړۍ کې وکړه.

په یو ټویټ کې زلمي خلیلزاد "مونږ په دوو بنیادي مسلو پرمختگ کړې دی، د ترهگرۍ په مخنیوي او د ځواکونو په انخلا. د دې دا مطلب نه دی چې زمونږ کار ختم شو. په دې مسلو زمونږ کار ختم نه دی. په نورو بنیادي مسلو لکه په بین الافغان مذاکراتو او په مکمله ډزبندۍ لا نور کار پاتې دی."

زلمي خلیلزاد وویل وویل په افغانستان کې د امن په لړ کې د صبر نه کار اخیستل پکار دي. هغه په بل ټویټ کې وویل "شک کونکو د کار په وړمبۍ پړاو ځانونه فېصلې ته رسولی دي لکه چې مونږ معاهده کړې وي، خو هاتي (فیل) په یوه نوړۍ کې نشي خوړل کېدی او د ۴٠ کلونو جنگ په یو ملاقات کې نشي ختمیدی که څه هم دغه ملاقات یوه هفته دوام ولري."

ښاغلي خلیلزاد دا خبره په ډاگه کړه چې په افغانستان کې امن راوستل پېچلې مسله ده او ځینې معاملات خفیه دي. "امن ته لار همېشه لکه د نېغې کرښې په رنگ نه وي په افغانستان کې صورتحال پېچیده دی او لکه د نورو حساسو مذاکراتو هر څه په ډاگه نه کیږي."

افغان نژاد خلیلزاد چې په افغانستان او عراق کې د امریکې سفیر هم پاتې شوی په افغانانو یې غږ وکړو چې د تېرو وختونو تاوتریخوالی دې هېر کړي. هغه وویل "په دې پړاو افغانان باید چې په زړو زخمونو مرهم کښېدي او خپل هېواد په نوي ډگر روان کړي، گڼ شمېر لوبغاړي دي، ډېرې مسلې دی او ډیر جزیات دي خو مونږ په متفقه توگه په سمه لار روان یوو او څه رنگ چې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي مذاکرات ښه روان دي."

زلمي خلیلزاد په میونخ کې د افغان صدر اشرف غني سره هم ولیدل او په ټوېټر یې وویل د ښاغلي غني سره یې په افغانستان کې د امن دپاره د اینده گامونو او په دې لړ کې د مشاوراتي لوې جرگې او د بین الافغان مذاکراتو په ضرورت خبرې وکړې. "مونږ د امن په تکل کې متحد یوو."

خلیلزاد د تېرې څه مودې راهسې د طالب استازو سره د خبرو لړۍ پېل کړې ده. د خبرو بله ناسته به فېبرورۍ په ٢٥ مه نېټه په دوحه کې کېدونکې ده چرته چې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شوی دی. د دوحه ددغه غونډې نه وړاندې طالبانو اعلان او پاکستان یې تصدیق وکړو چې د امریکې او طالب استازو ترمنځ یوه غونډه د فېبرورۍ د میاشت په ١٨ نېټه په اسلام اباد کې کېدونکې ده.

لخوا، د افغانستان طالبانو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ستاینه کړې ده چې په خپل یو وروستي تقریر کې یې طالبان د یو بل فریق په نوم یاد کړې دي. طالبانو ویلي د صدر ټرمپ دا دریځ به د امن په روانو خبرو کې مرسته وکړي.

د زیارت پنجشنب،ې په ورځ طالبانو وویل صدر ټرمپ د وړاندې صدرانو په رنگ طالبان د ترهگرو په نامه یاد نکړل او دا په مذاکراتو مثبت اثر غورځولی شي.

د میونخ غونډه د فېبرورۍ د ١٥ تر د ١٧ پوره ده چې پکې به د افغانستان د امن په موضوع خبرې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG