لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او طالبان به د افغانستان نه د خارجي ځواکونو د انخلا په اړه ټېکنیکي ډلې جوړوي


په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد

امریکا او طالبان په دې خبره موافق شوی چې دوه "ټېکنیکي" ډلې به جوړوي چې د افغانستان څخه د امریکايي او نېټو ځواکونو د انخلا دپاره طریقه کار جوړ کړي او دا خبره یقیني کړي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د اتحادیانو خلاف د ترهگرۍ په غرض نه استعمالیږي.

د طالبانو مشر مرکچي ملا شیر محمد عباس ستانکزي وویل د امریکې او د طالبانو ټېکنېکي ډلې به خپل تجویزونه او فیصلې په دوحه کې د امریکې او د طالبانو د خبرو په بل نشست کې وړاندې کوي چې د فېبرورۍ په ٢٥ کېدونکی دی.

ستانکزي دغه خبرې د طالبانو یوې مطبوعاتي څانگې ته کړې دي چې جزیات یې طالب ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ شائع کړل.

ښاغلي ستانکزي د امریکې او د طالبانو ترمنځ د ټېکنيکي ډلو په اړه د موافقې تفصيلات په داسې حال څرگند کړل چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو ورستي دور وشو.

د طالبانو سره خبرو کې د امریکايی ډلې مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد کوله.

ښاغلي ستانکزي وویل وروسته به بیا یوه لویه غونډه کولی شي چې پکې به د ملگرو ملتونو او طالبانو استازي د ضامنانو په حېث موجود وي او دا خبره به یقیني کوي چې ټول خارجي ځواکونه به د افغانستان څخه وځي او طالبان به په دغه غونډه کې دا ضمانت ورکوي چې هیڅ څوک به هم د افغانستان خاروه په نړيواله کچه د ترهگرۍ په غرض نه استعمالوي.

طالب مرکچي زیاته کړه چې امریکا به د خپلو ځواکونو د ویستلو دپاره د وخت اعلان کوي او د دې تفصیلات به ټېکنیکي ډلې برابروي. طالب استازي دا خبره ومنله چې امریکايي ځواکونو په یو وخت "په یوه ورځ یا یوه هفته کې نشي وتلی دا به وخت غواړي."

امریکايي او یا د افغان حکوم مامورینو د ښاغلي ستانکزي د وینا په اړه لا څه نه دي ویلي.

زلمي خلیلزاد د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مرکې کې وویل چې د طالبانو سره په یو چوکاټ اصولي موافقه ترلاسه شوې ده چې ترمخه به یې طالبان دا خبره یقیني کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالیږي.

خلیلزاد وویل د طالبانو دغه ضمانت په بدل کې به امریکا د افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي، طالبان به اوربند ته غاړ ږدي او د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

ځېنې څېړونکو د طالبانو سره د امرېکې د مفاهمت په چوکاټ نېوکې کړې دي.

په افغانستان کې د امریکې پخوانی سفیر راین سي کروکر طالبانو سره مجوزه معاهده د تسلېمېدلو په نامه یاده کړه. د امریکې په واشنگټن پوسټ ورځپاڼه کې په خپل مضمون کې ښاغلي کروکر وویل طالبان به ډیر ضمانتونه وړاندې کوي خو ورته معلومه ده چې یو وارې امریکا د افغانستان څخه وځي نو د امریکې سره به هېڅ لاره نه وي چې دا یقیني کړي چې طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي.

ملاشیرمحمد عباس ستانکزي په یوه مرکه کې وویل امریکایانو طالبانو ته دا ضمانت ورکړی دی چې خپل عسکر په افغانستان کې پاتې کول نه غواړي او نه هم په افغانستان کې په مسقتل ډول پوځي اډې قایمول غواړی.

طالب استازي وویل د امریکایانو سره په قطر کې د خبرو په مهال د هغوی دا غوښتنه طالبانو رد کړه چې د خارجي ځواکونو د وتلو په مهال به مکمله ډز بندي کوي او د او افغان حکومت سره به نیغ په نیغه مذاکرات کوي. "ترڅو د افغانستان نه ټول امریکايي او د نېټو عسکر وتلي نه وي زمونږ دپاره دا ناممکنه ده چې د کابل انتظاميی سره نیغ په نیغه خبرې وکړوو."

ښاغلي ستانکزي وویل د کابل حکومت افغانانو نه دی منتخب کړی او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودگۍ په سبب قایم شوی دی نو ځکه ورسره خبرې کوول به "وخت ضایع" کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG