په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تشدد کچه زیاته شوي او په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو مذاکرات د جمود ښکار دي، یو شمېر افغانانو د وایټ هاوس په دې اعلان تشویش څرګند کړی چې امریکا به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تعداد نور هم کم کړي.
د کابل ۳۵ کلن دوکاندار محمد ظاهر وي او ای ته وویل دا ورته نه معلومیږي چې د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس به یې هېواد برخه لیکڅه وي؟
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د یو شمېر نورو افغانانو په څېر محمد ظاهر هم دا ګڼي چې امریکايي ځواکونه د وسله والو د واک اختیار اخیستلو مخه نیولی شي.
محمد ظاهر وویل امید یې کوولو چې امریکا او په عمومي توګه نړیواله ټولنه به د امن په قیام کې مرسته وکړي او یوازې هله به د افغانستان څخه ستنیږي چې د طالبانو نو دا ضمانت واخلي چې دوی به جنګ ودروي.
د امریکې د دفاع موقتي وزیر کرېس ملر د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د جنورۍ د ۱۵ نېټې پورې به امریکا د افغانستان څخه ۲۰۰۰ نور عسکر ستانه کړي چې ورسره به په هېواد کې د امریکايي ځواکونو تعداد ۲۵۰۰ ته راکم شي.
خو د دې اعلان ترڅنګ ښاغلي ملر وویل د دې دا مطلب نه دی چې امریکې د افغانستان په اړه خپله تګلاره او یا یې اهداف بدل کړي. هغه وویل په داسې حال کې چې د افغان صدر اشرف غني حکومت د پرامنه حل دپاره کار کوي امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.
هم د نهې، سې شنبې، په ارګ، د اشرف غني دفتر، وویل چې افغان صدر او ښاغلي ملر په افغانستان کې د امن په بهیر، د دوه اړخیزه تعلقاتو په مضبوطوولو او افغانستان سره د امریکې دفاعي امداد په موضوعاتو خبرې وکړې.
د دفاع پخواني وزیر مارک اېسپر د لرې کوولو وروسته صدر ډانلډ ټرمپ کرېس ملر په بیړنۍ توګه د دفاع موقتی وزیر ګمارلی دی.
د وي او ای رپورټ وايي د امریکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي وو د ندې څخه د لرې کېدو نه وړاندې مارک اېسپر په یو خفیه یاداشت کې په داسې حالاتو کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه تشویش څرګند کړی و چې هلته د دتشدد کچه زیاته ده او د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ خبرې لا دوام لري.
په عېن حال کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ افغانستان ته د سفر په مهال وویل پاکستان افغانستان کې سولې ته لیواله دی اؤ حکومت یې غواړي چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او د سولې خبرو اترو لپاره د ډاډ وړ هڅې تر سره کړي.
دخپل یو ورځني سفر په مهال وزیراعظم عمران خان د افغان ولسمشر اشرف غني سره له لیدنې وروسته یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي پاکستان دافغان سولې اؤ جوړجاړي په عمل کې خپل غوره رول لوبولی دی اؤ غواړي چې نور په افغانستان کې جنګونه پائ ته ورسیږي اؤ دلته امن اؤ ثبات ټینګ شي. عمران خان وویل “کابل ته زما د سفر موخه د دواړو حکومتونو تر منځ باور رامنځته کول او د اړیکو غځول دي”
د وي او ای سره خبرو کې افغانانو وویل دوی افغانستان نه د ځواکونو وېستلو امریکايي اعلان حېرانه کړي نه دي خو دا ګام په داسې حال کې اعلان شوی چې د افغان حکومت او د طالبانو خبرې لا کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.
د کابل یونېورسټۍ، پوهنتون، د قانون د څانګې محصل ۲۳ کلن عبدالله وویل صدر ټرمپ خو د اکتوبر په میاشت کې اعلان کړی وو چې د افغانستان نه به ټول امریکايي ځواکونه د کرسمس په موقع ستانه کړی شي.
عبدالله وویل هغه دا تشویش لري چې امریکايي عسکر به د بین الافغان مذاکراتو د شروع کېدو نه هم وړاندې ووځي.
د فېبرورۍ په ۲۹ شوي د امریکې او طالبانو د معاهدې ترمخه امریکا به د افغانستان ټول ځواکونه د کال ۲۱۲۱ د می تر میاشت پورې وباسي.
د معاهدې ترمخه طالبان به د القاعدې سره خپل روابط ختموي او دا ضمانت په ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او د نورو ملکونو خلاف د ترهګرۍ په غرض نه استعمالیږي. امریکايي مامورینو ویلي د افغانستان څخه ټول امریکايي عسکر به هلته ویستل کېږي چې طالبان د لوظنامې ټول شرطونه پوره کړي.
ملګرو ملتونو د جون په میاشت کې په خپل يو رپورټ کې وویل چې طالبانو د خپلې ولکې لاندې سیمو کې اوس هم د سلګونو په شمېر کې د القاعده وسله والو ته پناه ورکړې ده.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي مېرمن شنکۍ کروخیل وي او ای ته وویل په داسې حال کې چې تشدد زیات شوی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د کمېدو له امله به د سولې خبرې پېچیده شي.
مېرمن کروخیل وویل طالبان په ګڼي چې د افغان حکومت خلاف د جنګیدو په نتیجه کې یې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړل. هغې زیاته کړه امریکا باید په داسې حال کې وتلی وی چې طالبانو د معاهدې د مخه خپل لوظونه پوره کړي وو.
افغان حکومت غوښتلي چې طالبان دې ډزبندۍ ته اماده شي خو طالبانو لا دغه خبره نه ده منلي خو د امریکې سره د معاهدې وروسته یې د امریکايي ځواکونو خلاف حملې ودرولي دي.
د وي او ای رپورټ وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د جمود سره مخامخ شوي ځکه چې په اسلامي قوانینو او په دې خبره یې لا اتفاق نه دی ترلاسه کړی چې د امریکې او طالبانو معاهده د بېن الافغان مذاکراتو بنیاد کېدلی شي او که نا؟
شینکۍ کروخیل وویل د طالبانو د ډزبندۍ نه وړاندې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو مکمله انخلا به طالبان د کامیابۍ په څېر لمانځي او تشدد ته به نور دوام وکړي چې مطلب به یې د جنګ دوام وي.
د وي او ای رپورټ وايي په موجوده وخت کې په افغانستان کې تشدد دوام لري او د امریکې دفاع وزارت د څارنې څانګې د دې میاشت په پنځمه نېټه په خپل رپورټ کې وویل چې د تېر کال په مقابل کې د سږ کال په دریمه سه ماهۍ کې په تشدد کې ۵۰ فیصد اضافه شوي ده .
بلخوا افغان مامورین وايي که چېرې خارجي عسکر وځي نو افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع صلاحیت لري.
د افغانستان د دفاع موقتي ویر اسدالله خالد د نهې، سې شنبې، په ورځ وویل افغان ځواکونه ۹۶ فیصد عملیات په خپل سر ترسره کوي او چې کله ضرورت پېش شي خو خارجي ځواکونه هوايي کومک وکړي.
خو د پخواني جرنیل او د دفاعي چارو څیړونکي عقیق الله امر خیل په څیر ځينې افغان څېړوکي ګڼي چې د طالبانو په ضد جنګ کې افغان امنیتي ځواکونه اوس هم ملاتړ ته اړتیا لري. هغه وویل افغان امنیتي ځواکونه په ۲۷/۲۸ ولایتونو کې جنګیږي. هغه وویل افغانستان نه د ځواکونو وېستلو په اعلان پکار ده چې افغان حکومت بېدار شي او په خارجي ځواکونو خپل انحصار کم کړي.
یادونه: د رپورټ د وي او ای اشنا څانګې خبریال روشن نورزي تیار کړی