لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي پوځ وايي په افغانستان کې د عسکرو د کمولو کوم امر یې لا نه دی ترلاسه کړی


صدر ټرمپ د امریکا فاکس رېډیو ته په یوه ورستۍ مرکه کې ویلي ممکنه ده چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره ٨٦٠٠ ته راکمه کړي

امریکايي پوځ وایس اف امریکا ته ویلي په افغانستان کې د عسکرو شمېر د کمولو په اړه یې کوم حکومتي امر نه دی ترلاسه کړی او د معمول سره سم د خپلو افغان همکارانو سره د امنیت هدف تر لاسه کوي.

خو بلخوا، په افغانستان کې مامورینو وي او ای ته د دې خبرې تصدیق کړی دی امریکا د افغانستان څخه د زرگونو په شمېره کې عسکر د ویستلو منصوبه لري او دا چې دغه گام د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې په ترڅ کې اخیستل کیږي.

د خالي، شنبې، په ورځ امریکايي مطبوعاتو دا خبر ورکړو چې د صدر ډانلډ ټرمپ اراده لري چې دا هفته د افغانستان څخه د خوا او شا ۴٠٠٠ امریکايي عسکرو د ویستلو اعلان وکړي.

د افغان صدر اشرف غني نایب ترجمان دوا خان مینه پال وي او ای ته وویل د افغانستان څخه د ۴٠٠٠ امریکايي عسکرو انخلا طالبانو سره د سولې د خبرو سره څه تړون نلري. "په دې (د امریکايي عسکرو په کمېدو) د افغانستان او د امریکي حکومتونو ترمنځ وړاندې اصولي اتفاق شوی دی."

ښاغلي مینه پال وویل د امریکايي عسکرو په شمېره کې به په ورو ورو کموالی کولی شي. هغه نور جزیات شریک نکړل.

په کابل کې سرچینو وي او ای ته وویل امید دی چې په اینده دریو میاشتو کې په افغانتسان کې د امریکايي عسکرو شمېر د کمېدو بهیر شروع شي خو دا به "ځمکني حقیقتونو" ته هم اړتیا لري. افغان حکومت په دې لړ کې کوم رسمي پخلی نه دی کړی.

د امریکايی پوځ یو ترجمان وي او ای ته په لیکل شوي بیان کې وویل د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ویستلو نېټې په اړه لا ځکه څه نشي وېلی چې دوی د ځواکونو په شمیره کې د کمي کولو امر لا نه دی ترلاسه کړی.

بیان وویل امریکايي ځواکونو د قاطع ماموریت د مشن سره سم د افغان همکارانو ترڅنگ خپله توجه د دې هدف نه نه ده لرې کړي چې افغانستان یو یوارې بیا د ترهگرو پناه ځای جوړ نشي او د امریکې او د اتحادي هیوادونو مفادات د خطر لاندې کړي.

په موجوده وخت کې په افغانستان کې ١٣٠٠٠ امریکايي عسکر پرځای دی چې د ترهگرۍ خلاف عملیات ترسره کوي او د افغان امنیتي ځواکونو تربیه او مشاورت کوي.

صدر ټرمپ د امریکا فاکس رېډیو ته په یوه ورستۍ مرکه کې ویلي ممکنه ده چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره ٨٦٠٠ ته راکمه کړي.

د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو انخلا د امریکې او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مرکزي نقطه ده.

صدر ټرمپ دغه خبرې د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې د طالبانو د یوې ځانمرگي حملې وروسته وځنډولې. په حمله کې یو امریکايي عسکر په شمول ١٢ کسان وژل شوي وو.

تېره هفته د فریقېنو ترمنځ په قطر کې د خبرو لړۍ بیا شروع شوه خو د باگرام د هوايي اډې سر نژدې د بم چاودنې وروسته امریکا طالبان مذاکرات یو وارې بیا وځنډول شو.

د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلاف ناقدین وايي امریکايي عسکرو د وتلو سره به د افغان حکومت وسله وال مخالفین زړه ور شي.

د افغان پارلېمنټ غړی نادر خان کټوازی امریکايي ځواکونه دې په داسې حالې وځي چې خلا یې افغان امنیتي ځواکونه پوره کړي گني نو د جنگ په صورتحال به منفي اثر وشي.

د افغان پوځ پخوانی جرنېل عتیق آلله امرخیل ترڅو چې افغان امنیتي ځواکونو سره د دوی د عملیاتو دپاره مالي امداد ورکول کېږي د امریکايي ځواکونو انخلا به کوم منفي اثر ونکړي ځکه چې امریکايي او د نېټو عسکر په موجوده وخت کې په جنگي عملیات نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG