لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکاېي سفیران: کرزې معاهده نه لاس لیک کوي- او نه لاری تړل په ناټو اثر کوي


په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کننګم
په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کننګم
په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کننګم ګڼي افغان صدر حامد کرزې به د اپریل د انتخاباتو وړاندی د امریکې سره امنیتي تړون لاس لیک نه کړي او په پاکستان کې د امریکا سفیر رچرډ اولسن خبریالانو ته وېلي د تړون د لاس لیک په انتظار دی.
د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یو رپورټ کې لیکلي، په یو پټ پیغام کې څو ورځې وړاندې سفیر جیمز کننګم د صدر اوباما انتظامېی ته وېلي چې د معاهدی د لاس لیک کولو لپاره په صدر کرزي باندې د امریکی فشار کیدی شي کومه نتیجه ورنه کړي.
واشنګټن پوسټ واېي که افغانستان کې د امریکاېي سفیر اندازه ریښتیا اوښته نو د افغانستان نه د پوځیانو د ویستلو عمل د تادۍ او ګډ وډۍ سره مخ کیدی شي.
هم د امریکا- افغانستان معاهدې په اړه په پیښور کې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې په پاکستان کې د امریکی سفیر رچرډ اولسن وېلي : فکر نه کوم چې په کال ۲۰۱۴م کې د افغانستان نه د امریکاېي او ناټو ځواکونو د وتو سره به افغانستان بیا د طالبانو په لاسو کې ورشي.
رچرډ اولسن وېلي د ناټو د سپلاېي لارو تړل په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو سامانونو وړو راوړو، اونه په افغانستان کې روانو عملیاتو باندې کوم اغیزکولی شي. امریکاېي سفیر زیاته کړې د ناټو د رسد په اړه د امریکا معاهده د پاکستان مرکزي حکومت او د دفاع وزارت سره سره د نورو ډیرو ادارو سره ده او دغه یواځې یوه معاهده هم نه ده. ښاغلي اولسن وېلي که د خیبر پښتونخوا صوباېي حکومت یا یو بل سیاسي ګوند پدې اړه خبری کول غواړي نو امریکا دغو ته تیاره ده. د رچرډ اولسن په وینا د امریکا په کانګرس کې د پاکستان د امداد تړل خبره یو مقامي غبرګون وو خو امریکا د پاکستان سره د امداد په ټولو ژمنوولاړه ده او د لاری تړل به د امریکاېی امداد بندولو سبب نه جوړیږي.
د القاعده مشر اسامه بن لادن په وژنه کې د امریکا مرسته کونکي او په پاکستان کې قید ډاکټر شکیل افریدي په اړه رچرډ اولسن وېلي امریکا د شکیل افریدي په قید او سلامتیا اندیښنې لري او دا مسله ېی وخت په وخت د پاکستاني حکومت سره اوچته کړې ده. د پاکستان پخواني صدر او ډکټیټر جنرل مشرف د مقدمې په حقله امریکاېي سفیر اوېیل د هغه مقدمه د پاکستان خپله معامله ده.
په پاکستان کې د مرکزي حکومت د پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو په حقله د امریکاېي دریځ په اړه د یوی پښتنې په ځواب کې امریکاېي سفیر وېلي که د امریکا په زمکه یا په افغانستان کې په امریکاېي مفاداتو باندی کوم برید کیږي نو امریکا پری اندیښنې لري خو که چری پاکستاني حکومت په قباېلي سیمو کې خپله عملداري او واک بیا ترلاسه کول غواړي او د جنګیالیتوب د ختمون لپاره کوم ګام پورته کوي نو دا ښه خبره ده.
د امریکا حکومت د کال ۲۰۰۹ راهسې په خیبر پښتونخوا او قباېلي سیمو کې د ترقۍ او بشري پرمختیا په لړ کې د یو نیم ارب ډالرو نه زیات امداد ورکړی. نن د خپل سفر په مهال دخیبر پښتونخوا ګورنر انجینېر شوکت الله په مانړۍ کې امریکاېي سفیرد څلورو بلینو روپو په مرسته د جنوبي رنګ روډ د منصوبې هم پرانسته اوکړه. د کوم تر مخه چې به د پخواني رنګ روډ پر ځاېي یو نوی او د اوچت معیار سړک جوړیږي. او ددغې سره به په پیښور ښار کې دننه د ګاډو د تګ راتګ لاری خلاصی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG