لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن او اسلام اباد کانګرس کې د پاکستان په اړه اورېدنه تایید کړې، امریکایي سنېټر یې هرکلی کړی


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس کمېټۍ ته د پاکستان د انتخاباتو او جمهوریت په اړه د ګواه په توګه د ډانلډ بلو وړاندې کېدل د معمول خبره ګڼلې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي له دې اورېدنې خبر دي، بل لور ته د امریکې یو سنېټر د پاکستان په اړه د دې اورېدنې هرکلی کړی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د فرورۍ پر 14مه د معمول خبري غونډې ته وویل، د خارجه وزارت چارواکي تل د کانګرس غونډو ته پر بېلابلو موضوعاتو د پوښتنو ګروېږنو لپاره وړاندې کېږي:

"موږ دا کار [کانګرس ته وړاندې کېدل] د خپلو دندو یوه مهمه برخه ګڼو او دا له کانګرس سره د پالیسۍ جوړولو او څارنې په تناظر کې مرسته کوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وایي اسلام اباد له دې معاملې خبر دی چې ډانلډ لو به د کانګرس کمېټۍ ته د پاکستان د انتخاباتو، جمهوریت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د ګواه په توګه وړاندې کېږي.

ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل، پاکستان پر نړیوالو مسایلو د بحث لپاره د قانون جوړوونکو ادارو د حق درناوی کوي، خو هیله چې د امریکې کانګرس به د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت او ګډې همکارۍ د لارې په هوارولو کې خپل کردار تر سره کړي:

"پاکستان له امریکې سره خپلو نیژدې اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري او په ټولو چارو کې پر تعمیري اړیکو باور لري".

د مارچ په 20مه به د امریکې د خارجه وزارت یوه کمېټۍ کې په پاکستان کې د شوو انتخاباتو، د جمهوریت د مستقبل او د امریکې او پاکستان په تعلقاتو اورېدنه کیږي او په دې کې به د جنوبي اېشیا د پاره د امریکې مرستیال سیکرتر ډانلډ لو د ګواه په توګه وړاندې کیږي.

د امریکې یو سنېټر کریس وېن هولن د پاکستان د انتخاباتو، جمهوریت او د امریکې او پاکستان د اړیکو په اړه د کانګرس د کمېټۍ د اورېدنې هرکلی کړی دی.

ښاغلي هولن د وي او اې اردو خبریالې ارم عباسي ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، دا اورېدنه به د امریکې سیاستوالو ته له ډانلډ لو څخه د پوښتنو او هغه ته د جواب ورکولو موقع په لاس ورکړي:

"د پاکستان ولس ته د خپلو مشرانو د ټاکلو اختیار پکار دی، جمهوریت باید هم داسې روان وي، دا اهمه ده چې د خلکو د فیصلې احترام وشي. زه په صفا طریقه کار باور لرم او په [کانګرس] کې اورېدنې د معلوماتو ورکولو لپاره یوه طریقه ده چې په نتیجه کې یې رېښتیا مخې ته راځي".

په پاکستان کې په اتم فروري په انتخاباتو کې د درغلیو له تورونو وړاندې د تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل حکومت د ختمېدو تور هم په ډونلډ لو لګولی وو اؤ ددې بنیاد یې یو سفارتي خط یا سایفر ښودلی وو، چې په سایفر قضیه کې عمران خان ته د پاکستان عدالت سزا هم اورولې ده.

امریکې مخکې هم دا تورونه رد کړي وو خو اوس د خارجه وزارت ویاند مېتیو میلر یو وار بیا ویلي دي چې په ډانلډ لو او په امریکې د عمران خان تورونه غلط او "دروغ" وو.

د پاکستان مرکزي وزیر احسن اقبال وایي "پاکستان تحریک انصاف د پاکستان دننیو معاملاتو کې بهرنيو هیوادونو مداخلت ته لاره پرانستې ده، کله دا ګوند په امریکې تورونه لګوي کله ترې مدد غواړي، د پاکستان داخلي معاملاتو حل د پاره دلته ادارې موجودې دي."

د پاکستان تحریک انصاف لخوا په انتخاباتو کې شویو "درغلو" تورونو پس د امریکې کانګرس یو شمیر غړو هم امریکایي صدر اؤ خارجه سیکتر نه غوښتنه کړې وه چې د پاکستان نوی حکومت دې تر هغه وخت پورې تسلیم نه کړي تر کومه چې په انتخاباتو کې شوو درغلو تحقیقات نه وي شوي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی عاطف خان وایي، "په پاکستان کې شوو انتخاباتو باندې پاکستان دننه اؤ بهر اندیښنې شته د بدمرغه، هر یو انتخاب باندې اعتراض وي خو په اتم فرورۍ انتخاباتو باندې دا تنقید بالکل ښکاره دی او دا خبره هم ډېره مهمه ده چې ډانلډ لو به کمېټۍ ته وړاندې کیږي اؤ خپله خبره به ښکاره کړي."

په پاکستان کې د اتم فرورۍ په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه یواځې پاکستان تحریک انصاف نه لګوي بلکې د انتخاباتو نه وړاندې دلته لېول پلئنګ فیلډ یا انتخاباتو کې د شرکت د پاره پي ټي ای ته خلاص میدان نه ورکولو باندې ملکي اؤ عالمي تنظیمونو هم تنقید کړی وو خو د پاکستان تحریک انصاف مخالفین بیا دا ټول تورونه ردوي.

د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشره عاصمه عالمګیر خان وایي، د 2018م کال په انتخاباتو کې هم په ښکاره درغلۍ شوې وې او پاکستان تحریک انصاف ته اقتدار ورکړی شوی وو:

"هغه وخت هم مونږ دا خبره کوله چې د جمهوریت د ودې د پاره ټولو ګوندونو ته په پارلیمان کې ناسته ضروري ده، اوس هم په خیبرپښتونخوا کې چې پي ټي آي وګټله نو هلته انتخابات ټیک شوې دي".

په اتم فرورۍ شوو انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف غړو په آزاد حیثيت په انتخاباتو کې په دې برخه اخیستې وه چې د انتخاباتو کمیشن دې ګوند نه د دوی انتخابي نښه «بېټ» واپس اخیستې وه.

یادونه:- د دې رپوټ په جوړولو کې د وي او اې ډیوه خبریال اورنګزېب خان هم مرسته کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG