د امریکې اټارني جنرل یا مشر حکومتی وکیل (څارنوال) د صدر جوبایډن د زوي، هنټر بایډن، خلاف د ټېکس په ادایګۍ کې د مبینه بې قاعدګۍ د تحقیقاتو دپاره خصوصي وکیل یا کاونسل وټاکلو.
اټارني جنرل مېرېک ګارلېنډ د جمعې په ورځ د ډېوډ وایس د سپېشل کاونسل یا خصوصي وکیل په توګه د ګمارل کېدو اعلان وکړو.
د وایس د تقررۍ اعلان په داسې حال کې وشو چې د هنټر په اړه د تحقیقاتو په لړ کې سرکاري وکیلانو عدالت ته د جمعې په ورځ ورکړی شویو دستاوېزاتو کې وویل چې هنټر نه د اعترافي بیان اخیسلو دپاره کېدونکي مذاکرات د جمود ښکار شوي دي او پکاره ده چې په هنټر مقدمه شروع کړی شي.
پخواني صدر ډانلډ ټرمپ وایس د هنټر بایډن د کاروباري معاملاتو د تحقیقاتو دپاره ګمارلی و. د صدر بایډن حکومت وایس په خپله عهده بحال ساتلی دی چې خپل تحقیقات جاري وساتي.
که څه هم وایس په دې خبر ټینګار کړی چې د تحقیقاتو په اړه کې هغه مکمل اختیارات لري خو په تېرو څو میاشتو کې مېرېک ګارډ لېنډ د دې دباو سره مخامخ شوی چې د هنټر په تحقیقاتو کې دي سپېشل کاونسل یا خصوصي وکیل وټاکي چې دا ډول د انصاف وزارت زیاته ازادي ترلاسه کړی شي.
مېرېک ګارلېنډ په ټېلې وژن مختصر بیان کې وویل وایس د ولس د مفاد په غرض خصوصي وکیل وټاکل شو.
انصاف وزارت د خصوصي وکیل تقرري په داسې حال کې کوي چې ګڼي د څه معاملي په تحقیقاتو کې به دغه ډول ګام د ولس په مفاد کې وي او ای د مفاداتو د ټکر کېدو مسله راپورته شي.
انصاف وزارت د سپېشل کاونسل د روزانه کار سرپرستي نه کوي خو د اټارني جنرل ماتحت وي.
مېرېک ګارلېنډ درې خصوصي وکیلان ګمارلي دي چې دوه په کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په اړه تحقیقات کوي او دریم د جوبایډن د زوي هنټر بایډن په اړه.
ګارلېنډ وویل چې تر څومره حد پورې ممکنه وي د وایس د تحقیقاتو تفصیلات به په ولسي کچه شریکوي.
د ډېموکرېټک پارټۍ د صدر بایډن مخالفینو او د ریپبلېکن پارټۍ غړو غوښتنه وه چې د صدر د زوي خلاف تحقیقاتو دپاره دې خصوصي سرکاري وکیل وټاکل شي. خو د وایس تقرري يې سیاسي ګام وبللو او د وایس په اختیاراتو یې پوښتنې راپورته کړې.
د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر لنډسی ګراهم د وایس د تقررۍ په اړه وویل چې د یواسې تحقیق کونکي د عهدې عنوان بدل کړی شوی چې بې اعتباره شوی دی.
ګراهم فاکس ټېلې وژن ته وویل چې هنټر بایډن سره داسې سلوک کولی شي چې بل امریکايي سره نه کېږي.
د جون په میاشت کې هنټر بایډن د سرکاري وکیلانو سره دې معاهدې ته نژدې شوی و چې د ټېګس دوو غیر سنګینو خلاف ورزیو اعتراف به وکړي او په بدل کې به د خلاف د ټوپک سنګین الزام ختم کړی شی.
ريپبلېکنز د دغې معاهدې مخالفت کړی و او دعوه یې کړې وه چې د هنټر د کرپشن او نورو جرمونو ثبوتونه یې برسیره کړي دي. هنټر دغه خبرې رد کړي دي.
د هنټر بایډن او د سرکاري وکیلانو ترمنځ معاهده تېره میاشت په عدالت کې دې جګړې ختمه کړه چې ایا د دې تحقیقاتو په سر په اینده کې د هنټر خلاف الزامات لګول کېدی شي او که نا؟
په داسې حال کې چې فریقېن څه معاهدې ته نه دي رسېدلي سرکاري وکیلانو دا امکان څرګند کړی چې په هنټر مقدمه شروع کېدلی شي. ځينې ماهرین خو وايي چې د صدر د زوي خلاف اضافي مجرمانه الزامات هم مخې ته راتللی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال مسعود فاریوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum