لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د بحرين په حکومت د زغم څخه دکار اخستو غږ کړى دى


امريکا د بحرين په حکومت د زغم څخه دکار اخستو غږ کړى دى
امريکا د بحرين په حکومت د زغم څخه دکار اخستو غږ کړى دى

د اوباما انتظاميې لوړپوړو چارواکو دزيارت په ورځ دبحرين په حکومت دصبر څخه دکار اخستو غږ کړى دى.
په عين حال کې مصر کې دجمهوري بدلون دملاتړ لپاره امريکا نور امداد ورکوي.
دامريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن او ددفاع وزير رابرټ گيټس خپل بحريني سيالانو ته ټيليفون وکړو چې پکې دبحرين په حکومت ټينگار وکړل شو چې دزغم څخه دې کار واخلي.
په تيرو وختونو کې په شوؤ اصلاحاتو امريکا دبحرين دحکومت ستائينه کړې او دغه حکومت اوس دمقامي مظاهرينو په ضد سخته کارروائي کړې ده چې پکې دزيارت په ورځ پوليسو دمظاهرينو په ضد گامونه اخستي او يو شمير وگړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
په مينځني ختيز کې دمخ په زياتيدونکې سياسي بې قرارۍ په اړه امريکائي سينيټرانو ته دحال احوال تيرولو په مهال خارجه وزيرې وويل هغې بحريني خارجه وزير شيخ خالد بن احمدالخليفه ته ټيلي فون وکړو او دامنيتي ځواکونو لخوا داخستو گامونو په اړه يې هغه دامريکا دژورې انديښنې څخه خبر کړو.
هيلري کلنټن وويل امريکا نۀ غواړي دجمعې دنمونځ په موقعه يا مناما کې دپوليس کارروايۍ په نتيجه کې دوژل شوؤ دجنازې دنمونځ په موقعه بيا کوم تشدد وشي.
دپينټاگان يو وياند وائي ددفاع وزير رابرټ گيټس دبحرين ولي عهد او دپوځ ډپټي کمانډر شهزاده سلمان ته په ټيلي فون خبرې وکړې او دسلامتۍ په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
دبحرين پوځ دزيارت په ورځ دهيواد دپايتخت کنټرول سمبال کړى،ددې څخه څو ساعته وړاندې پوليسو په حکومت ضد احتجاجي کيمپونو ډزې کړې وې، دربړ کارتوس يې پرې کارولي او داوښکو بهيونکى گيس يې پرې کارولى ؤ چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه پينځه کسان مړۀ او ددوؤ سوؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG