لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په دریو چینايي کمپنو په دې الزام بندیز لګولی چې ويغور مسلمانان يې په بیګار مجبور کړي وو


امريکا د ويغور مسلمانانو او نورو لږکيو سره د چين د بشري حقونو نه په سرغړونه هغه کمپنيانې په تور نوملړ کې اچوي چې ممکن په انساني بيگار کې ککړې وي
امريکا د ويغور مسلمانانو او نورو لږکيو سره د چين د بشري حقونو نه په سرغړونه هغه کمپنيانې په تور نوملړ کې اچوي چې ممکن په انساني بيگار کې ککړې وي

د چين درې صنعتي توکي جوړونکې کمپنيانې امريکا ته د مال صادرولو نه منع کړل شوي چې دوی ممکن د پيداوار ترلاسه کولو د پاره ويغور مزدوران په بيګار اچولي وي.

د څار نړيوالې ادارې د چين په حکومت تور لګولی په شمالي ښار سينکيانګ کې يې بيګار کيمپونه جوړ کړي چې د ويغور او ترک نسله لږکيو لکه قزاق او د کيرغېز مزدورانو نه په کې جبري مشقت اخستل کيږي.

د امريکا استخبارات اوس په دې باور دي چې په سينکيانګ کې درې کارخانې د چين د حکومت سره په ګډه په سيمه کې د مسلمانانو لږکيو د لا غلامولو او ځورولو په کار لګيا دي.

د امریکې چارو وزير اليهانډرو مايورکس د پرېکړې په اړه ويلي “مونږ داسې کمپنيانې نه شو زغملی چې په جبري مشقت لګيا وي او د ذاتي ګټې د پاره د بشري حقونو پايمالي کوي”.

وزارت خارجه د نهې، سه شنبې په ورځ قانوني حکم کړی او د چين لخوا په سينکيانګ کې د روانې نسل وژنې او د بشر خلاف د جرمونو خلاف يې خبرداری ورکړی چې په لويه کچه په زور مشقت اخستل کيږي.

بيجينګ دا تورونه ردوي.

د وروستيو بندېزونو سره تور نوملړ ته د کاروبارونو د اچولو شمار 27 ته رسېدلی خو ناقدين وايي دا شمار اوس هم د نيشت برابر دی.

سينېټر مارکو روبيو چا چې د يو اېف اېل پي ای په قانون جوړولو کې ملاتړ کړی وايي “په حقيقت کې د چين په زرګونو داسې کمپنيانې دي چې په جبري مشقت کې ککړې دي”.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG