لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې، راؤ انوار د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې اچولی


امریکې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد او ۴۰۰ کسانو په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخواني افسر راؤ انوار د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې شامل کړی دی.

د امریکې د خزانې د وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر د بشري حقونو په نړيواله ورځ د راؤ انوار په ګډون ۱۸ کسان د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې اچولي دي.

امريکا ويلي "راؤ انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر ؤ هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار ؤ، هغه په ۱۹۰ پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون ۴۰۰ کسان وژلي دي".

امریکايي دفتر زیاته کړې "راؤ انوار په مبيینه توګه د پوليسو د جرايم پېشه او غلو د ډلې مشري کوله چا چې به د خلکو نه قلنګ اخيستو، ځمکې به يې نيولي، په نشه يي توکيو او وژنو کې به ککړ وو".

ځکه راؤ انوار "د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې اچول شوی دی".

د امریکايي دفتر سېکتر سټيون ويلي "امريکا د عامو بې ګناه خلکو وژنه، په هغوی تشدد، په دوی جنسي تيری او تښتونه نه زغمي، او امريکا په نړیواله کچه د بشري حقونو د سرغړؤنکو پرضدجنګيږي".

د امریکې لخوا د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې د اچول شوي تن په امریکا کې موجودې شتمنۍ تړل کیږي او امريکايان منع کړی شي چې د دغه تن سره هيڅ ډول کاروبار نه کوي.

د نقيب مسيد وژنه

تېر کال د جنورۍ په مياشت کې نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د راؤ انوار په مشرۍ يوه پوليس مقابله کې وژل شوي او راؤ انوار دوی ته ترهګر ويلي ؤ .

خو وروسته د نقيب مسيد په وژنه د احتجاجونو وروسته د راؤ انوار پرضد د وژنو مقدمه درج کړی شوې او پوليسو په خپله يادې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

دا وخت په راؤ انوار او هغه سره په ۲۵ پوليسو باندې د نقيب مسيد په جعلي مقابله کې د وژنې مقدمه په عدالتونو کې روانه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG