لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او برطانيې په حماس نور بندیزونه ولګول


د امریکې د خزانې وزارت
د امریکې د خزانې وزارت

امریکې او برطانيې د فلسطيني مسلح ډلې حماس او ورسره تړلي تنظیم اسلامېک جهاد په ضد د نهې، سه شنبې، په ورځ د دریمې لړۍ بندیزونه ولګول چې دواړو ډلو سره د ایران د مالي مرستې مخه ونیول شي. دا ګام په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اخیستل شوی دی.

د امریکې د خزانې وزيرې جېنېټ یلن په حماس د پابندیو په اړه په یو بیان کې وویل امریکا او برطانیه کوښښ کوي چې د حماس دا صلاحیت ختم کړي چې خپلو ظلمونو ته د دوام ورکولو دپاره پېسې راجمع کړي او پنګې استعمال کړي.

یلن وویل د حماس ګامونو سخت مشکلات پېدا کړي او ښښي چې ترهګري په تنهايي کې نه کېږي. هغې زیاته کړه چې امریکا د خپلو همکارانو سره په شریکه فېصله کن ګامونه اخلي چې د حماس د مالي وسایلو اډاڼه ختمه کړي، د مالي سرچینو سره يې رابطه وشلوي او هغه لارې بندې کړې چې په زریعه يې حماس د خپلو مجرمانه ګامونو دپاره د پېسو ترلاسه کولو نوي لارې چارې پېدا کوي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د بندیزونو مقصد دا دی چې نړیوال مالیاتي نظام د حماس او حماس د مرسته کوونکو د غلط استعمال نه محفوظ کړي.

بلېنکن وویل ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو دلارې حماس او د اسلامېک جهاد ته مالي وسایل، وسله او د عملیاتو تربیت ورکوي چې له امله دغه ډلې ترهګر فعالیتونه کوي.

بلېنکن وویل ایران د اسلامېک جهاد وسله والو ته په غزه د مزایل جوړولو تربیه ورکړې او پېسې ورکوي.

اسرایل وايي د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې د حماس وسله والو ۱۲۰۰ کسان وژلي او تر ۲۴۰ پورې کسان يې یرغمال کړي دي او څلور کسان يې ازاد کړي. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ اعلان کړی او په غزه کې د ډلې خلاف هوايي او ځمکنۍ حملې شروع کړي دي. د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په بمبارۍ کې د ۱۱۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې په زرګونو ښځې او ماشومان په کې شامل دي.
امریکې، برطانيې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم بللی دی.

محمود خالد الزهار چې د حماس شریک باني دی، ایران ته د اسلامېک جهاد نماینده، په دمشق کې د اسلامېک جهاد سېکرېټري جنرل او د ډلې د عسکري څانګې مشر په هغو کسانو کې شامل دي چې واشنګټن او لندن پې پابندۍ لګولي دي.

په لبنان کې مېشته د پېسو بدلولو کمپني نبیل کومن اېنډ کمپني او ددې باني هم د بندیزونو هدف کړی شوي دي. د امریکې د خزانې وزارت وویل حماس ته د دغه کمپنۍ دلارې په مېلینونو ډالر منتقل کړی شوي دي.

په بندیزونو کې په امریکا کې د حماس د چارواکو اثاثې منجمد کړی شوي او امریکایان ورسره د کاروباري لېن دېن نه منع کړی شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG