لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د یمن په حوثي باغیانو نورې حملې کړي


د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل چې د جمعې په ورځ د حوثیانو په ضد په دریو حملو کې هغه راکټ لانچرې یا د راکټونو د چلولو ځایونه تباه کړی شول چې د حملو دپاره تیار وو
د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل چې د جمعې په ورځ د حوثیانو په ضد په دریو حملو کې هغه راکټ لانچرې یا د راکټونو د چلولو ځایونه تباه کړی شول چې د حملو دپاره تیار وو

امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ د یمن د حوثي باغیانو د راکټونو د چلېدو په مرکزونو نورې حملې وکړې چې په تېرو اووه ورځو کې د حوثیانو په هدفونو د برېدونو شپږمه لړۍ وه.

وایټ هاوس د تازه حملو دفاع وکړه او په بحیره احمر او د عدن په خلیج کې تجارتي سمندري جهازونو ته د تحفظ دپاره يې ضروري وبللې.

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل چې د جمعې په ورځ د حوثیانو په ضد په دریو حملو کې هغه راکټ لانچرې یا د راکټونو د چلولو ځایونه تباه کړی شول چې د حملو دپاره تیار وو.

یو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل چې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ د حملو په شان د حوثیانو خلاف حملو کې اېف 18 جنګي جهازونه استعمال شوي وو.

د امریکايي حملو نه دوه ورځې مخکې د ایران په ملاتړ جنګېدونکو حوثيانو د عدن په خلیج کې د امریکي د سمندري جهاز په لوري دوه بېلېسټېک مزایلې چلولې وې.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د مزایلو په حمله کې جهاز او نه یې عملې ته څه نقصان رسېدلی او مزایلې د جهاز سره نږدې په سمندر کې وغورځېدې.

حوثیانو د حملې ذمه واري منلې او په سوشل ميډیا یې ویلي حملې نېغ په نېغه کړې.

په منځني ختیځ کې په نړیوالو سمندري لارو د حوثي باغیانو حملو نه علاوه په اووم اکتوبر د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو نه پس په عراق او شام کې د ایران دپاره جنګېدو ډلو د امریکايي ځواکونو خلاف 140 حملې کړي دي.

د حوثیانو خلاف د امریکايي بریدونو په اړه د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمانې سبرینا سېنګ وویل امریکا جنګ نه غواړي.

هغې وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ حملو کې د سمندري جهازونو ضد دوه مزایلې تباه کړی شوې.
سینګ وویل دا د حوثیانو پورې اړه لري چې کله حملې ودروي.

حوثیان وايي د اسرایل خلاف جنګ کې فلسطینیانو سره د یوالي دپاره اقدامات کوي او تراوسه یې په بحیره احمر کې د 30 نه زیاتې حملې کړي دي.

د حوثيانو یو سیاسي مشر محمد البخیتي د جمعې په ورځ وویل چینايي، روسي او هغه سمندري جهازونه چې د اسرایل سره تړون نه لري د حملو نه محفوظ دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، البخیتي دا خبره د روس یو خبري ادارې ته وکړه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG