لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امريکې مرکزي کمانډ د سېلاب د ارزونو دپاره پاکستان ته ټيم ليږي


General Erik Kurilla, Commander of the US Central Command

د امریکې مرکزي کمانډ سېنټکام ویلي، "اسلام اباد ته ټيم ليږي چې په پاکستان کې د راغلو سېلابونو ارزونه وکړي چې د امریکا د دفاع وزارت د پاکستان سره په دغه لړک کې د امریکايي پرمختيايي ادارې [يو اېس اېډ] د لارې کوم ډول مرستې کولی شي".

د امریکې سېنټکام په دوېم ستمبر ويلي، د زیارت په ورځ لومړي ستمبر د سېنټکام کمانډر جنرل مايکل ايرک کوريلا د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون خبرې کړي او پاکستان کې د سېلاب په تباهۍ يې د پاکستاني ولس سره تعزيت کړی دی.

سېنټکام د سېلابونو د جاج اخستو دپاره پاکستان ته د ټیم لېږلو ويلي دي.

د امریکا سېنټکام ټيم په داسې حال کې پاکستان ته د ټيم ليږلو ويلي چې له دې وړاندې په 31 اګست امریکې د پاکستان سره د 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی چې پاکستانۍ شپږ اعشاريه 65 اربه روپۍ ترې جوړيږي.

امريکا ويلي په دغو مرستو کې خوراکي توکي، اوبه او د سرپناه څيزونه شامل وي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي وو، "پاکستان د سختو سېلابونو سره مخ دی او امریکا ورسره په دې سخت وخت کې ولاړه ده".

له دې وړاندې هم په 16م اګست امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د يو لک ډالرو په سمدستي توګه ورکولو اعلان کړی وو، ويل شوي وو دا مرستې د هغو يو ملين ډالرو نه جدا دي چې امریکې پاکستان ته د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره اعلان کړي دي.

امریکې د پاکستان سره د سېلاب ځپلو دپاره وروستۍ مرستې په داسې حال کې اعلان کړي چې ملګرو ملتونو د پاکستان سره د 160 ملينه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې وه.

څلور ورځې وړاندې د پاکستان د پلاننګ وزير احسن اقبال ويلي وو پاکستان ته سېلابونو د لس اربه ډالرو پورې تاوان اړولی دی.

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي، د 14 جون راهسې چې په ملک کې د بارانونو لړۍ پېل شوې، د بارانونو په پېښو او وروسته چې سېلابونه راغلي او د سېلابونو لړۍ دوام لري تراوسه پورې د جون د نيمايۍ نه په ملک کې په بېلابيلو پېښو کې 1265 کسان مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG