لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین هم د امریکا په څېر په پوله باندې ستر دیوال جوړوي


سیل گري د چین په دیوال سېلفیانې یا د خپل ځان خپله تصویران جوړوي

د چین خبري رسنیو د زېنجیانګ ایالت د والي شهرت ذاکر له خولې راخیستې دي، چې دوی به هم د امریکا په څېر د پولې د خوندي ساتلو لپاره یو ستر دیوال جوړوي تر څو پرې له بهر څخه د ترهګرو د ورتګ مخه ونیسي.

د رویټر خبري رسنۍ لیکلي، د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د زېنجیانګ په ایالت کې د ایغوریانو ترمنځ په روان تاوتریخوالي کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

چین د زینجیانګ ایالت په تاوتریخوالي کې د ترهګرو او بیلتون غوښتونکو لاس ګڼي چې له هېواده بهر ډلو سره اړیکې لري.

د بشري حقونو ډلې او له هېواده جلا وطني ایغوریان وايي، ددغې سیمې تاوتریخوالی د ایغوریانو په کلتور او دین باندې د چین د کنټرول په پایله کې رامنځ ته کیږي خو چین د ایغوریانو پر وړاندې د هر ډول زور زیاتي خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG